دكلتوري ميراثونواوګرځندوى انستيتوت پرانيستل شو

د لراوبر اداره | دسمبر 10th, 2009


دافغانستان دكلتوري ميراثونواوګرځندوى انستيتوت نن پنجشنبه په كابل كې ديوې غونډې په ترڅ كې پرانسيتل شو. په كومه غونډه كې چې له همدې امله جوړه شوې وه ،دپكتيكاپخواني والي ډاكټر محمداكرم خپلواك،داطلاعات او كلتوروزارت اداري مالي او دګرځندوي مرستيال پوهنمل غلام نبي فراهي،دملي راډيو ټلويزيون مشر ډاكټرعبدالواحدنظري، دپوهنې وزارت داطلاعاتواو خپرونورييس محمداصف ننګ،اوګڼونوروفرهنګيانو او دقلم خاوندانوګډون كړى وه.
په غونډه كې لومړى لرغونپوه پوهنوال محمدرسول باوري ددغه انستيتوت په استازيتوب دهركلي خبرې وكړې. او ددغه انستيتوت دكار دپيل په اړه يې خبرې وكړې ، ورپسې داطلاعات او كلتوروزارت اداري مالي او دګرځندوي مرستيال پوهنمل غلام نبي فراهي خبرې وكړې او په اوسني وخت كې يې دداسې يوه انستيتوت جوړول دهېواديوه ستره غوښتنه وبلله اوله دغه انستيتوت سره يې دخپل وزارت په استازيتوب دهرراز همكارۍ ژمنه وكړه.
ورپسې دهېواد نوميالي ليكوال او څېړونكي استادحبيب الله رفيع ديادې موضوع په اړه خبرې وكړې او ددغه انستيتوت جوړول يې يونېك كار او رغنده قدم وباله اودانستيتوت له مشرتابه سره يې دهمكارۍ ژمنه وكړه.
غونډه دپټۍ په پرې كولوسره ماسپښين مهال پايته ورسېده

Copyright Larawbar 2007-2024