د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا هم په افغانستان كې د پوځي عملياتو په مهال د عامه خلكو د مرګ ژوبلې مسئله راخستې او پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، تر هغو چې د بهرنيانو حضور قانوني نشي د عامه خلكو مرګ ژوبله پاى ته نشي رسيدلې.
ورځپاڼې د همدې مخ په يو بل مطلب كې له افغانستان څخه د وتلو د نيټې ټاكل د اوباما يوه ستره تيروتنه بللې او ليكلي، چې ګيټس د اوباما ددې تيروتنې د پاكولو په هڅه كې دې.
په ورځپاڼه كې د القاعده فعاليتونو ته هم كتنه شوې او په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د قومندان په حواله ليكل شوي، چې د اسامه په نيولو سره القاعده ماتيدلې شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د بشر د حقوقو په نړيوالې ورځې تبصره كړې،چې نن په افغانستان كې هم لمانځل كيږي او پدې ترڅ كې كيدونكو سرغړونو ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې د بشر په حقوقو څوك تيرې كوي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د پوځي عملياتو په مهال د عامه خلكو د مرګ ژوبلې وروستۍ پيښې ته په اشارې ددې ستونزې د هواري لپاره د زيات دقت غوښتنه كړې.
ورځپاڼې په يو بل څيړنيز مطلب كې د ترورزم په خلاف روانه مبارزه څيړلې او پدې يى ټينګار كړې، چې ترهګر بايد پخپلو ځالو كې وځپلې شي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره روانو هڅو ته هم كتنه كړې او پدې ترڅ كې د لوى څارنوالۍ په حواله ليكلي، چې خلك بايد پدې برخه كې مرسته وكړي.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دا سپارښتنه راخستې، چې افغانستان دې د فساد پر ضد له شتو ظرفيتونو څخه كار واخلي، ځكه دده په وينا د نويو ادارو جوړول به د فساد پر ضد مبارزه ځنډنۍ او ستونزې به لا زياتې كړي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو فعاليتونو ته هم كتنه شوې او پدې ترڅ كې د بهرنيو ځواكونو د قومندان مك كريسټال په حواله ليكل شوي، چې افغانان پر نړيوالو ځواكونو بې باوره شوي او له اوسنۍ وضعې بيزاره دي.
ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې ليكلي، چې په افغانستان كې د امريكا د جنګ او د پخواني شوروي اتحاد د جنګ ترمنځ زيات ورته والې موجود دې، چې د پخواني شوروي اتحاد د ماتې سبب شو.
هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان كې د ځواكونو د زياتولو لپاره د امريكا وروستۍ پريكړې ته په اشارې په يو مطلب كې ليكلي، چې امريكا غواړي، چې جرمني هم په افغانستان كې غښتلې پوځي حضور ولري.
ورځپاڼې په دوام كې د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا د ځانګړي استازي ريچارډ هالبروك په حواله ليكلي، هيڅ فرق نه كوي، كه جرمني دداسې يوې پريكړې لپاره نورو شپږو اونيو ته اړتيا ولري.
دې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د بشر د حقوقو د اعلاميى په يو شپيتمه كليزه بحث كړې او په افغانستان كې د بشر د حقوقو د روان حالت په اړه يى پخپله تبصره كې ليكلي، چې دلته د خلكو بشري حقوق هير كړاى شويدي.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې كړيدي.
انيس پخپله سرمقاله كې په سيمه كې د امن او ثبات د ټينګښت لپاره د افغانستان، پاكستان او هند ترمنځ د اړيكو په ټينګولو ټينګار كړې او هغه يى د شتو ستونزو د حل يوازنۍ لار بللې ده.
خو اصلاح بيا په لغمان ولايت كې په شويو عملياتو كې د عامه خلكو مرګ ژوبلې ته په اشارې دا انتقاد كړې، چې لا هم دا ستونزه موجوده ده او هيڅ پام ورته نه كيږي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په افغانستان كې د فساد په ستونزې بحث كړې او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په حواله يى ليكلي، چې د دولت په دستګاه كې د فساد موجوديت ترورزم پياوړې كوي.
ورځپاڼې په يو بل ځاى كې په كابل كې د امريكا د سفير په حواله ليكلي، چې د افغان دولت كم باوري د امريكا د ستراتيژۍ په وړاندې يوه ستره ستونزه ده.
دې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د عمومي قومندان په حواله په غټو ټكو سره ليكلي، چې په افغانستان كې د ناټو د ځواكونو روان ماموريت خورا ستونزمن دي.
په ورځپاڼه كې د ملي شورا فعاليتونه هم څيړل شوي او ليكل شوي ،چې افغانستان يو خپلواك، متحد، مدبر او مبتكر پارلمان ته اړتيا لري.