امريکا تر ټولو زيات د نړۍ چاپېريال چټلوي
61
نوې څېړنې ښيي د امريکا متحده ايالات لومړنى هېواد دى چې دهوا په تودېدا او ککړېدا تر ټولو ډېر رول لري. .
ددې هېواد فابريکې او کمپنۍ دخپل فعاليت له امله ؛ د ټولې نړۍ ٢١ فيصده کاربن ډاى اکسايډ او نور زهرجن غازونه هوا ته خوشي کوي.
د الجزيرې انګرېزي ژبي تلويزيون د راپور له مخې ، چې بېګاه خپور شو،پرمختللي هېوادونه تر نوروهغو ډېر د چاپېريال په ککړېدا اوتودېداکې لاس لري.
چين د ټولې نړۍ ١٩ فيصده کاربن ډاى اکسايډ او نورو زهرجنو غازونو په خوشي کولوسره دويم هېواد دى چې د نړۍ په چټلۍ او د هوا په تودېدا کې لاس لري .
روسيه په ٦ سلنه غازونو خوشې کولو په دې لړ کې درېيم دى .
جاپان اوهند ٤ سلنه کاربن ډاى اکسايډ په خوشې کولو څلورم او پنځم دي .
دا چې امريکا تر ټولو زياته نړۍ چټلوي او د کيوټو تړون يې هم نه دى لاسليک کړى؛ ددې ټولې تودوخې او له دې امله د پېدا کېدونکو ستونزو اصلي لامل ده.
ياده دې وي چې افغانستان ٠،٠١ د نړۍ په چټلۍ کې لاس لري چې ټيټ رقم دى.