کور / تازه خبرونه / کندهار:د خبریالانو سره زور زیاتې وغندل شو.

کندهار:د خبریالانو سره زور زیاتې وغندل شو.

په کندهار کی د یویې غونډی په لړ کې په لغمان ولایت کې د خبریالانو په وړاندی زور زیاتی وغندل شو.

د کندهار ولایت خبریالانو د پنجشنبه په ورځ په کندهار ښارکې دیویې غونډی په جوړولو په لغمان ولایت کې د امنیتی ارګانونو له خوا د خبریالانو سره د ریپوټ جوړولو په وخت زور زیاتۍ ،په کلکه وغانده او د مسوولو چاروکیو څخه د افغانستان د اساسی قانون د۳۴ مادې [ د بیان آزادی له تیرې څخه مصونه ده] او د مطبوعاتو د قانون ته د درناوی ، او د هغو امنیتی ځواکونو چی د خبزیالانو په وړاندې د زور زیاتۍ موجب شوی د قانون مطابق دی ورسره عمل وشی تر څو په وافعی معنا د مطبوعاتو آزادی او هلی ځلی تضمین او په راتلونکې کې د ورته پیښو مخنیوی شوی وی.

په کندهار کې د جنوبی آیسا د آزادو رسنیو د ټولنی ریس فضل الرحمن وویل:د روان کال د لیندۍ په ۱۷مه په لغمان ولایت کی کله چی د رسنیو استازیو د ملکی تلفاتو د غندنی د لایون د پوښښ په موخه د لایون سیمی ته ورغلی وه ،خو د ملی اردو ځواکونو له خو د خبریالانو سره ناسم چلند او زور زیاتۍ شوی وه، چی د ملی اردو دغه عمل په کلکه غندو او د مرتکیبینو د سزاغوښتونکی یو.
ویل کیږی چی د ملی اردو ځواکنو له خوا په لاریون کونکو باندی ډزی هم شوی چی د ملی اردو دغه عمل هم د اساسی قانون د ۳۶ می مادی په خلاف عمل دی چی په کی ویل شوی [د افغانستان اتباع حق لری چی د روا او سوله ییزو غوښتنو د تامین له پاره له قانون سره سم بې وسلې غودنډې او مظاهرې وکړی.]