کور / تازه خبرونه / اوسلو : اوباما ته د نوبل د سولې جايزه ورکړل شوه

اوسلو : اوباما ته د نوبل د سولې جايزه ورکړل شوه

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک حسين اوباما ته نن د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې په په يولړ مراسموکې د نوبل دسولې جايزه ،چې ١،٤ ميليون ډالر وو ورکړل شوه.
که څه هم په اوباما باندې ډېرې نيوکې کېږي، خو نوبل د کمېټې رييس توربيورن ياگلنډ د خپلې کمېټې له پرېکړې څخه په دفاع کې په تروريزم ضد جګړه او د نړۍ د تودوخي په کمښت کې د اوباما هڅې وستايلې.
خو له دې سره،سره ډېرى شننونکي بارک اوباما ددې جايزې مستحق نه بولي او وايي چې سره له دې چې اوباما افغانستان ته ٣٠ زره نور تازه دمي عسکر لېږي ، او په افغانستان کې يې الوتکې زياتره په بې گناه خلکو بمباري کوي، نو په داسې حال کې نوموړي ته دا جايزه ورکول يو ناسم کار دى.
همدارنگه پرون چارشنبه په ناروې کې يوه نظرپوښتنه شوې ده چې پکې ددې هېواد يوازې ٣٥ سلنه وگړو اوباما ددې جايزې وړ ګرځولى و، ٣٣،٥ خلکو يې کلک مخالفت کړى وو
بارک اوباما د امريکا درېيم ولسمشر دى چې د نوبل د سولې جايزه گټي له نوموړي څخه مخکې رونالډ رېگن او جان ايف کېنډي دا جايزې گټلې وې.