کور / تازه خبرونه / هند: يوې بمي چاودنې څلورکسان ووژل

هند: يوې بمي چاودنې څلورکسان ووژل

د فرانسې د خبري اژانس د خبر له مخې د هند د شمالي ايالت اسام په يوه بازار کې يوې بمي چاودنې څلور کسان ووژل .
د هند د پوليسو يو لوړ رتبه مامور وويل چې، دا چاودنه دځايي پوليسو مرکز او پوځي پوستې ته نږدې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوو لسېزو راهيسې ددې ځاى د بېلتون غوښتونکو او حکومت ترمنځ اخ و ډب روان دى ،چې له امله يې شاوخوا ١٠ زره کسان وژل شوي دي