کندهار:دوو پېښو پنځو کوچنيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

اسدالله زړه سواند | مې 5th, 2014


د کندهار ولايت په معروف ولسوالۍ او نهمه ناحيه کي د يوې چاودني او ترافيکي پېښي له امله دوه کوچنيان وژل سوي او درې ټپيان سوي دي.

لومړى پېښه تېره ورځ مازيګر د نهمې ناحيې اړوند د لوي ويالې د غاړي سره سوې ده.

د کندهار د پوليسو وياند ضيا دورانى وايي، چي هلته يوه موټر درې کوچنيان وهلي او ژوبل کړي دي، خو موټر چلوونکي د پوليسو له لوري نيول سوى دئ.

ددې سره په خوا کي د معروف ولسوالۍ په باخيرزو سيمه کي دوه کوچنيان د وسله والو په يوه ماين ختلي او وژل سوي دي.

د کندهار د رسنيو سرپرست وياند دواخان مينه پال وايي، چي وژل سوي ماشومان کوچيان وه او پر اوښ سپاره وه، چي ماين پرې وچاودېد.

د يوه بله خبر له مخي تېره ورځ د نهمي ناحيې په فاميليو سيمه کي يوه ښځه او خاوند د ګاز ډبې په چاودنه کې وژل سوي دي.

سرچينې وايي، چې هغوئ د غرمې لپاره اشپزي کول، چي د بې پروايي له امله د ګاز ډبې چاودنه کړې او کور هم اور اخيستى وو.

Copyright Larawbar 2007-2024