کندهار-هلمند:دبدخشان خلګو ته۷میلیونه افغانۍ ټولي سوي
په کندهار او هلمند کي د بدخشان خلکو ته ٧ ميليونه افغانۍ ټولي سوي
د کندهار او هلمند ولايتونو سلګونو اوسېدونکو او سوداګرو د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کي د مځکي ښوېدني د پېښي له قربانيانو سره د ٧ ميليونو افغانيو مرسته وکړه.
د کندهار ځوانانو ددغه ولایت پر شهیدانو څلور لاري، عينو مېنه، سردار مدد خان څلور لاري او ځينو نورو سيمو کي پر لویو پوسټرونو د بدخشان د غمجني پیښي د قربانیانو سره د مرستي غوښتنه کړې.
دغه راز د ځوانانو یوې بلي ډلۍ پر موټرونو لوډسپیکرونه لګولي او پر خلکو د مرستي ږغ کوي.
په کندهار کي د بدخشان د قربانیانو لپاره تر دا مهاله پنځه میليونه افغانۍ د حاجي حمکت ښادمن لخوا او ۵ لکه افغانۍ د جمعت اصلاح د سمیز دفتر لخوا راټولي سوي.
همداشان ياده سوې لړۍ د يكشنبې په ورځ د هلمند ولايت مقام لخوا د اداري غونډې پرمهال چي پكښي ددې ولايت د ټولوادارو مسؤلينو گدوڼ درلود پيل سوه.
ددې غونډې پر مهال د هلمند والي محمد نعيم په دې غمجنه پيښه ژوره خواشيني څرگنده كړه او زياته يې كړه چي د دې پيښې له كورنيوسره د غم رازۍ په موخه د دې ولايت ټولواړوندوادارو او ملي سوداگرو په لومړۍ ورځ شاوخوا ۳۵ زره امريكايي ډالر راټول كړل چي په خپل وخت به ورته ورسيږي.
د هلمند والي زياته كړه ، چي دولتي مامورينو هم د يوې يوې مياشتي خپلي تنخواگاني ددې پيښي له قربانيانوسره د مرستي په موخه وقف كړې.
هغه وويل چي نه يوازي ددې ولايت چارواكي بلكي د هلمند ټول اوسيدونكي په دې پيښه سخت خواشيني دي شهيدانوته د فردوس جنت اوټپيانوته د عاجلې روغتيا دعا كوي.