ملګري ملتونه: سعودي ته د بانكي مون سفر مثبت و

34 | جون 15th, 2008



د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانكي مون سعودي ته په سفر كي د دغه هيواد له پاچا عبدالله سره وليدل.
عمومي منشي له پاچا عبدالله سره په نړۍ كي د خوراكي موادو او تيلو د بيو د لوړوالي په اړه ږغېدلئ دئ.
د ملګرو ملتونو سازمان وياند وايي په دغه يو ساعته ليدنه كي يې چي په جده كي ترسره سوه، پاچا عبدالله له خپله اړخه په دې باب د يو لړ اقداماتو هوكړه كړې، چي له امله به يې د تيلو بيه په نړيوال بازار كي راټيټه سي.
ملګرو ملتونو له پاچا عبدالله سره دغه ليدنه له هره اړخه مثبته ارزولې ده.
بايد وويل سي د سعودي حكومت پرون اعلان كړئ و، چي د تيلو په ورځني توليد كي به اوس پنځه لكه بېرله زياتوب راولي چي ښايي د وخت په تېرېدو يې تر لسو لكو پوري ورسوي.
سعودي تر دې مخكي هره ورځ ۹۴ لكه او پنځوس زره بېرله تېل توليدول، چي له دې وروسته به هره ورځ لس ميليونه بېرله تېل توليدوي.

Copyright Larawbar 2007-2024