کور / تازه خبرونه / امريكا: كلفورنيا له ګرمۍ اور واخيستئ

امريكا: كلفورنيا له ګرمۍ اور واخيستئ


د كلفورنيا ايالت په شمالي برخو كي د اور بلېدو له امله يوه ښځه وژل سوې او په لسونو كورونه تباه سوي دي.
د كلفورنيا ايالتي چارواكي وايي تېره شپه د شمالي كلفورنيا په Butte County town of Paradise كي د تېز باد او ګرمي هوا له كبله زورور اور ولګېدئ، چي له كبله يې ياد سوى تاوان ورسېدئ.
د چارواكو په وينا د اوروژني مسئولينو په دې اړه عمليات پيل كړي دي.
تر دې مخكي د Santa Cruz County په سيمه كي هم د تودې هوا او باد له كبله اور بل سوى و، چي د لسو په شاوخوا كي كورونه يې سوځولي وه.
پاته دي نه وي چي د امريكا په بېلابېلو ايالتونو كي وخت ناوخت د ګرمۍ له امله د اور بلېدو دغسي پېښي ليدل كېږي.