د بدخشان مصیبت ځپلو ته کورونه جوړیږي

اسدالله زړه سواند | مې 6th, 2014


افغان چارواکی وايې د بدخشان ولایت هغو کسانو ته به کورونه جوړ کړي چي په دې ولایت کي د ځمکي ښویدني په پېښه کي زیانمن سوی دي.

په بدخشان کي څو ورځي وړاندي د ارګو په ولسوالۍ کي د ځمکي ښویدني له امله سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښتل ،چي تر اوسه د ۳۰۰کسانو جسدونه موندل سوي او زیات شمېر یې لا هم تر خاورو لاندي دي.

دغو کسانو ته د افغانستان له ټولو ولایتونو مرستي راټولي سوي او هغوي ته رسیدلي دئ،چي دا لړۍ اوس هم روانه ده او هر کس د خپل توان په اندازه مرسته کړې ده.
د یادي پیښي د قربانیانو سره د ملکي خلګو د مرستي تر څنګ افغان دولت هم مصیبت ځپلو ته مرستي ورسولې او اوس پلان لري، چي دغو کسانو ته کورونه جوړ کړي

د بدخشان ولایت د طبعیي پیښو د چمتوالي او مبارزې رئیس عبدالله دهقان وايې ددې لپاره، چي مصیبت ځپلو ته کورونه جوړ سي یو کمېسیون په کار پیل کړي، تر څو مځکه معلومه او کورونه پرې جوړ کړي.

په ورته وخت کي د بدخشان ارګو ولسوالۍ ته د ولسمشرۍ مخکښ کاندیدان ډاکتر اشرف غني احمدزۍ او ډاکتر عبدالله عبدالله هم تللي او هلته يې له مصیبت ځپلو سره د مرستو د اعلان تر څنګ له ولسمشر حامدکرزي څخه غوښتي ،چي د مرستو په رسولو کي باید نور هم چټک ګامونه پورته سي.

دا په داسي حال کي ده چي ملګرو ملتونو ويلي په تیره لسیزه کي سږکال طبیعي پیښی ډېری سوي دي،چي له امله زیات کسان بې ځایه سوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024