کرزی:عینو مېنه د قاچاقبرو ځای نه دئ
دکندهار عینو میني ښارګوټي د قاچاقبرانو ځای دي او د ولسمشر د ورور لخوا پر دولتي ځمکه جوړ سوي دئ
په دې اړه يو شمېر رسنیو راپورنه خپاره کړي چي د عینو مېني د مسېول او د ولسمشر د ورور محمود کرزی لخوا رد سوي دي
هغه په یو خبري کنفرانس کي عینو مېنه د بریالیو پروژو څخه یاده کړه او دا ډول څرګندوني يې بهرني توطيې یادي کړ
په کندهار ولایت کي په پراخه ځمکه کي د عینو په نوم یو ښکلي ښارګوټي شتون لري،چي په زرګونه کورني پکښی ژوند کوي

په دې وروستیو کي ددې ښارګوټي په اړه یو شمېر کورنیو او بهرنیو رسنیو داسي راپورونه خپاره کړي چي یاد ښارګوټي د قاچاقبرو د اوسیدو ځای او ځمکه يې د ولسمشر د ورور محمود کرزی لخوا غضب سوې او ښار ګوټي پرې جوړ سوی دئ
خو د افکو کمپنۍ مشر او د عینو مېني مسئول محمود کرزي د یوې خبري ناستي پر مهال دغه څرګندوني په کلکه رد کړي دي
هغه د رسنیو دا ډول راپورونه بې اساسه بللی دي او زیاتوي چي رسنیو په دې اړه دکندهار د ولایتی ادارې د نظر پرته یو طرفه قضاوت کړی دئ
محمود کرزی وايې د عینو مېني پروژه د افغانستان له بریالیو پروژو څخه ده او بهرنیان ددې پروژې لپاره بیلابیلي توطيې جوړوي
نوموړي وايې له دغو کسانو څخه یو هم په افغانستان کي د امریکا پخوانۍ سفیر ایکن بیری دي،چي د ولسمشر حامدکرزی او امریکا تر منځ اړیکي هم هغه خرابی کړي دي .

. باید وویل سي چي دکندهار ولایتی چارواکي هم عینو مېنه د بریالیو پروژو څخه ګڼي او وايې چي په قانوني ډول جوړه سوې او پکښی په زرګونه کورنۍ ژوند کوي .