کندهار:کرهڼیزو فصلونو ته نوی زیان
په ارغنداب ولسوالۍ کي زرګونو چنجيانو پر فصلونو بريدونه پيل کړي
د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ په تابين سيمه کي د غرونو څخه زرګونه چينجان کروندو او باغونو ته راغلي او هلته يې يو شمېر فصلونه له منځه وړي دي.
دغه چينجان، چي ژيړ بخن رنګ لري، د پنځو څخه تر اتو سانتيو پورې اوږدوالى لري او تر دې مخکې چا نه وه ليدلي.
د تابين د سيمې کروندګر اختر محمد وايي، چي دغه چينجان پر ملا تور نېښ هم لري او د دوى ټول دښتونه، فصلونه او باغونه يې اخيستي دي.
د دوى په وينا، چي ياد چنجي د تېرو څلورو ورځو راهيسې د تابين او ژړۍ د غرونو څخه کروندو ته مخه کړې ده او شمېر تر زرګونو زيات دئ، ځکه په کېلو مترو مځکې يې نيولي دي.
ويل کېږي، چي کروندګرو يې د مخنيوي لپاره يوازې په باغونو او کروندو کي اوبه خوشي کړي دي، خو زيات غټ چينجيو يې بيا د پرواز لپاره وزرونه پيدا کړي او په کروندو ګډېږي.
دغه چينجى د غنمو پرته ټول پاسته شيان، د انګورو، انارو او نورو ونو څخه د مېوې ګلان او نرمي برخې خوري او اوس يې د دغه ټولو درختو ( ونو ) پاڼې خوړلي دي.
د سيمې کروندګر د کرنې او مالدارۍ رياست څخه د مرستې غوښتنه کوي، خو دغه رياست وايي، چي په دې اړه ناخبره دي او نه هم چا شکايت ورته کړى دى.
ددغه رياست د نباتاتو د ساتنې مدير ذبيح الله زيارمل وايي، چي د رسنيو د لارې خبر سوي او تر اوسه د ودی په حال کي دى او تر دې وروسته به يې ډېر زيانونه واړوي، ځکه تر دې هم غټ کېږي.
هغه زياته کړه، چي په دې اړه وزارت ته خبر ورکوي او د هغوئ څخه د دغه چنجي ضد درملو د ترلاسه کولو وروسته کمپاين پيلوي.
د يادونې وړده، چي دغه چينجي د شپې بيرته غرونو ته ځي او هلته يې نور چيجيان هم زېږولي دي، چي کېداى سي، نور يې مخنيوى ناممکن سي.