کور / تازه خبرونه / له پاکستانه افغانستان ته پوځي توکي ولېږدول شول

له پاکستانه افغانستان ته پوځي توکي ولېږدول شول

اسلام اباد :دبي بي سي د خبرله مخې پاکستان په لومړي ځل افغان ځواکونو ته د دې هېواد د هوا له لارې د پوځي سامان الاتو د وړلو اجازه ورکړې ده.یوې حکومتي اعلامیې کې ویل شوي چې د دوشنبې په ورځ (مئ پنځمه) د کراچۍ له هوایې ډګره په یوه الوتکه کې ۱۵ پوځي موټر د بګرام هوایي ډګر ته یوړل شولافغان ځواکونو ته له پاکستانه د هوا له لارې د دفاعې سامان الاتو د وړلو اجازه په ۲۰۱۲م کال کې د امریکا او پاکستان ترمنځ د یوه تړون پر بنسټ ورکړل شوې ده.په اعلامیه کې ویل شوي چې د شوي تړون له مخې به د پاکستان مواصلاتي لارې به افغانستان ته د پوځي سامان الاتو د لېږدولو لپاره استعمالېږې چې دا چارې به تر څو اوونیو دوام وکړي.د کراچۍ له هوايي ډګر څخه د پوځي موټرو د لېږدولو پرمهال د پاکستان د دفاع سکرتر متقاعد جنرال آصف یاسین هم موجود و.ښاغلی یاسین وویل “د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو ته د هوا له لارې د پوځي موټرو استول د پاکستان د ښه نیت څرګندویه ده. دا موټر ډېر مهم دي او افغان ځواکونه ورته همدا اوس اړتیا لري.”د پاکستان د حکومت له خوا خپره شوې اعلامیه وايي د دې اسانتیا برابرولو موخه ورور کاونډي هېواد ته په عاجله توګه د مهمو پوځي توکو لېږدول ده چې ورسره امنیت او ثبات پیاوړی شي.د پاکستاني چارواکو په وینا دا کوشش به د پاکستان او افغانستان موجوده اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.