کور / تازه خبرونه / نواز شریف: طالبانو سره د سولې خبرو ته هیله من یو

نواز شریف: طالبانو سره د سولې خبرو ته هیله من یو

لندن: دبي بي سي دخبرله مخې څو اوونۍ مخکې د پاکستاني طالبانو او پوځ ترمنځ د اوربند له پای ته رسېدو وروسته د پاکستان په ښارونو کې بریدونه وشول او دغه راز په قبایلي سیمو کې د وسله والو پر پناه ځایونو بمبارۍ وشوې.خو له بي بي سي اردو څانګې سره په مرکه کې د پاکستان صدراعظم نواز شریف وویل چې اوس هم هیله من دی چې له پاکستاني طالبانو سره خبرې به په پاکستان کې تاوتریخوالي ته د پای ټکې کېږدي.د بي سي سي خبریاله جوهانه جولي په خپل رپوټ کې وايي په لندن کې د خبرو پرمهال نواز شریف وویل هیله من دی چې له پاکستاني طالبانو سره د خبرو کولو تګلاره به یې په پاکستان کې له یوې لسیزې راهیسې پیل شوي کړکېچ ته د پای ټکې کېږدي.”تراوسه پورې موږ د خبرو دوه پړاونه ترسره کړي دي او دریم پړاو به په راتلوونکو څو ورځو کې ترسره شي. موږ په دې ګومان یو چې کولای شو له نورې وینې توییدنې پرته هېواد ته سوله راوړو. د ترهګرۍ ضد ګړه کې په زرګونو پاکستانیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، اقتصاد مو ډېر زیانمن شوی، نو که موږ د نورې وینې توییدنې مخنیوي وکړو او دا بهیر په یو ډول بریالی شي فکر کوم دا به یو ښه انتخاب وي.”تېر کال د صدراعظم په توګه له ټاکل کېدو وروسته نواز شریف تر فشار لاندې دی چې په هېواد کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي.د سولې خبرې سږکال د مارچ په میاشت کې پیل شوې چې ورسره د پاکستاني طالبانو او پوځ ترمنځ اوربند هم وشو خو دا اوربند وروسته له هغه پای ته ورسول شو چې طالبانو د اپریل په میاشت کې وویل حکومت د دوی غوښتنو ته هېڅ ځواب نه دی ویلی.د طالبانو په غوښتنو کې د بندیانو خوشي کول او د شرعي نظام نافذول هم شامل دي.خو ښاغلی شریف وايي چې د سولې خبرې باید د اساسي قانون په چوکاټ کې ترسره شي او په دې توګه وسله والې ډلې له مینځه لاړې شي.”هغوی باید اساسي قانون ته درناوی وکړي او خپلې وسلې پرځمکه کېږدي، دا بې شکه چې لومړی شرط دی چې باید ومنل شي. موږ په دې برخو کې پرمختګ کوو. راځي وګورو چې که د خبرو په بل پړاو کې که بریالی شو نو موږ به وتوانېږو چې له یو بل سره په خبرو کې د هوارۍ یوه لار پیدا کړو.”د پاکستان صدراعظم زیاته کړه چې د سولې په خبرو کې د پرمختګ لپاره ښايي د خبرو دوه, درې نور پړاونه هم ترسره شي خو په پاکستان کې هرڅوک د ښاغلي شریف په څېر له طالبانو سره خبرو ته خوشبین نه دی.په تېر کې له پاکستاني طالبانو سره د سولې هڅو کومه پایله نه لرله او ناکامې شوې دي.اوس داسې اندیښنې هم شته چې ګواکې پاکستاني طالبان د سولې له خبرو نه د بیا یوموټي او پیاوړې کېدو د یوه چانس په توګه کار اخلي.