کور / تازه خبرونه / موسى زى:د کډوالو ستونزې به له چارواکو سره راپورته کړو

موسى زى:د کډوالو ستونزې به له چارواکو سره راپورته کړو

پيښور :په پاکستان کې افغان سفيرجانان موسى زى پيښور ته د خېبر پښتونخوا د يو شمېر دولتي چارواکو سره د افغانانو د ستونزو د حل په اړه راغلى ؤ د پېښور په افغان کونسلگرۍ کې يې ديوې غونډې په ترڅ کې د خېبر پښتونخوا د افغان کمپونو له استازو سره وليدل په غونډه کې په پېښور کې افغان کونسل سيد محمد ابراهيمي، په پېښور کې د مهاجرينو رئيس ډاکټر الوزي مرستيال يې حقجو، د افغان ليسو د مديرانو د شورا رئيس امان الله نصرت، د مهاجرينو د متحدې شورا مشرانو ډاکټر رحمت الله، مياخيل بريالى، ملک غلام سخي، ملک احمد جان او د بېلابېلو افغان کمپونو مشرانو پکې برخه واخيسته. په غونډه کې د افغان کمپونو استازو له خوا افغان کډوالوته ورپېښې ستونزې په گوته شوې افغان سفير د ټولو ستونزو د حل ډاډ او نورو هلو ځلو ژمنه ورکړه وىې ويل: پدې هېله چې د خپلو افغان ورونو سره له نږدې ګورم او د خېبر پښتونخوا د چارواکواو سفران له وزارت سره به پدې اړه خبرې او کتنې وکړو په هره ستونزه به غور کوو خو زما په فکر په ټولو ستونزوکې د افغانانو د تعليم مسئله لومړيتوب لري چې په پاکستان کې د افغانانو تعليم ته څرنګه چې لازمه ده بايد هغه ډول پاملرنه وشي. همدارنګه افغان سفير په پاکستان کې د افغانانو د رجسريشن او کارتونو په نوي کولو کې په ورپېښو ستونزو او د هغه د حل په اړه خبرې وکړې ويې ويل چې غواړم د هر افغان ستونزه حل شي او زمونږ وران شوى هېواد چې د بيا رغولو ته اړتيا لري د تعليم او تربيي په کاڼه سمبال شوي خپل هېواد ته ستانه شي. په پاى کې افغان سفير د افغانانو سپورټ په برخه کې دشوو خدمتونو ستاينه وکړه ويې ويل افغانان بايد د نړېوالو سره په هره برخه کې د خپل وس او توان په اندازه سيالي وکړي چې سپورت زمونږ د ځوانانو د پرمختګ او د ژوند کولو يوه برخه ده.