کور / تازه خبرونه / سند کې ریل ګاډی اوښتی

سند کې ریل ګاډی اوښتی

کراچۍ : دبي بي سي دخبر له مخې د پاکستان په سند ایالت کې ریل ګاډی له پټلۍ کوز شوی، چې پایله کې یې درې کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.چې پېښه د نواب شاه سیمه کې د ریل پټلۍ کې د خرابۍ له کبله رامنځ ته شوې.قراقرم نومي ریل ګاډی له لاهور نه کراچۍ ته پر لاره و، چې له پېښې سره مخامخ شو. د پېښې ټپیان نواب شاه کې ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.حیدراباد کې د ریل یوه چارواکي په وینا د پېښې له کبله ریل ګاډي ځای پر ځای تم شوي او د کراچي او لاهور تر منځ روان ګاډي په حیدراباد کې درول شوي دي.پاکستان کې وسله وال سخت دریځي پر ریل ګاډو بریدونه کوي او د سږ کال له پیل سره سم پر ریل ګاډو بمي بریدونه شوي دي.”حیدراباد کې د ریل یوه چارواکي په وینا د پېښې له کبله ریل ګاډي ځای پر ځای تم شوي.”د روان کال فبروري میاشت کې خوشحال خان خټک ایکسپریس نومي ریل ګاډی جیکب اباد سیمه کې پر پټلیو د بمي چاودنې له کبله واوښت، چې پکې پنځه کسان ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول.د روان کال په اوږدو کې دغه ریل ګاډی دویم ځلې له یوې پېښې سره مخامخ شو.له دې مخکې راجن پور سیمه کې پر دغه ریل ګاډی برید شوی و، چې پایله کې یې دوه کسان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.د سږ کال فبروري میاشت کې کراچۍ ته څېرمه پر یوه بل ریل ګاډي شالیمار ایکسپریس بمی چاودنه کې یوه ماشومه ووژله شوه او اووه نور کسان ټپیان شول.