کور / تازه خبرونه / ښځينه ځانمرګي د ځوانانو خوښي په غم واړول

ښځينه ځانمرګي د ځوانانو خوښي په غم واړول


عراقي چارواكي وايي يوې ښځينه ځانمرګي هغه وخت خپل ځان ته انفجار وركړ، چي عراقي ځوانانو د فټبال د ملي لوبډلي برى لمانځه.
دا پېښه چي د شپږو پوليسو په ګډون ۳۶ تنه پكښي ټپيان سوي دي، د بغداد د دياله په سيمه كي رامنځته سوه.
عراقي ځوانانو خپل هيواد په هغه برياليتوب باندي خوښي كول، چي فټبال ملي لوبدلي يې د ۲۰۱۰ كال نړيوالو سياليو ته د وتلو په درشل كي چين ته ماته وركړه.