کور / نثر / زما خوږ ملګرى شهيد روحاني

زما خوږ ملګرى شهيد روحاني

له تېرو دوو کلونو راهيسي مې له ارواښاد عبدالصمد روحاني سره  ډېري ښې او نژدې اړيکې درلودې، او کله چې به مې دده له خندا ډکه څېره وليده نو که به هر څومره خوابدى هم وم، دده په ليدو به مې هغه خفګان او پرېشاني ټول له منځه ولاړل،


ځوانيمرګ روحانې د ښو نېکو اخلاقو، سړې سينې  خاوند او ډېر مينه ناک شخصيت وو. روحاني ددې ترڅنګ چې ښه ژورناليست وو، يو ديني پوه شخصيت هم وو ، هغه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د هلمند ولايت په مارجه ولسوالي کې خپلې ديني زده کړې پاى ته ورسولې ، او د کرزي په مشرۍ د نوي ادارې تر جوړېدو وروسته ېې له ځينو مطبوعاتي او فرهنګي  ادارو سره په کار پيل وکړ ،


 روحاني هغه مهال په هلمند ولايت کې د پګړۍ مجلې مسوول چلوونکى او د بست فرهنګي ټولنې فعال غړى وو چې په خپلو ليکنو، څېړنو او شعرونو سره ېې نه يوازي د هلمند بلکه د  ټول هيواد فرهنګي ډګر تود ساتلى   وو. چې وروسته بيا ځوانيمرګ   روحاني له پژواک خبري اژانس سره په هلمند ولايت کې په کار پيل وکړ او د هملنديانو د ستونزو د سپړلو او څېړلو په لار کې ېې زياتې هڅې او کوښښونه وکړل.


 هغه به  تل ځان بوخت ساته، او تل به ېې همدا خبره کوله چې”  دا خاوره او دا ولس دومره حق را باندي لري چې که شپه او ورځ ورته کار وکړم لا هم لږ ده”.



له کله راهيسي چې په هلمند کې د بي بي سي راډيو د خبريال په توګه  و ټاکل شو، نو تل به ېې هڅه کوله تر څو د هلمند له ليري پرتو سيمو په تېره بيا هغو سيمو څخه راپورونه ولري چې ډېرى وګړي ېې په ډېرو کړاوونو کې د ژوند شپې او ورځي سبا کوي.


 په همدې لټه به هر وخت سرګردان ګرځېد او په ډېرو سختو شرايطو کې ېې د هلمند ولايت ډېر ستونزمنو سيمو ته سفرونه کول او  د هغه سيمو د د اوسېدنکو ستونزې به ېې د مطبوعاتو له لاري تر اړوندو چارواکو پوري رسولې.


پداسي حال کې چې ارواښاد څو ځلي ويلي وو چې د مرګ ګواښونه ورته شويدي، خو  خپلې زړورتيا او کلک هوډ ېې  پرېنښود چې ددغو ګواښونو په وړاندې  خپله حوصله له لاسه ورکړي..



ځوانيمرګ روحاني  ډېر ځيرک ځوان وو، پر مورنۍ ژبې سربېره ېې په اردو، فارسي،عربي او انګليسي ژبو  رواني خبري کولى شوې، ارواښاد روحاني د شعر له لوستلو او اورېدلو سره ډېره مينه درلوده، او تل به ېې هڅه کوله تر څو  د نورو شعر واوري او خپل شعر ولولي.هغه ډېر زيات شعرونه او لنډي کيسې ليکلي او همدارنګه ځيني ګټور اثار ېې له نورو ژبو څخه هم پښتو ته ژباړلي دي.



روحاني په مېلمه پالنه کې هم ډېر د ستايلو وړ شخصيت وو او تل به ېې هڅه کوله تر څو خپل کور ته له ځان سره ډېر مېلمانه بوزي . ما په وروستي ځل هغه په کندهار کې د انارګل په جوړې شوې مشاعرې کې وليد او ژمنه ېې راسره وکړه چې :  ” زه مې په راتلونکي اونۍ کې  لږ دا کارونه  سره بشپړ کړم بيا په ګډه هلمند ته ځو او د هلمند هندواڼې به خورو”.


خو د تقدير پرېکړه بل څه وه. هغه خپله هم نه وو خبر چې  په راتلونکې اونۍ کې به څه پېښېږي..



ځوانيمرګ روحاني د روان لمريز کال د غبرګولي د مياشتې په ١٨ مه نېټه  د نا مالومو وسله والو له خوا وتښتول شو او د همدې کال او مياشتې په ١٩ مه نېټه د لښکرګاه ښار ته څېرمه د بولان  په هديره کې ېې جسد په داسي حال کې وموندل شو چې لاسونو او پښې ېې تړل شوي وو او په ډېره بې رحمۍ سره په شهادت رسېدلى وو،


زه د خداى (ج) له دربار څخه خپل ځوانيمرګ ملګري ته د فردوس جنت دنګې ماڼۍ، درنې کورنۍ ته ېې د زړه صبر او بې رحمه او انسان دښمنه قاتل ته د تباهي او بربادۍ غوښتنه کوم