کندهار:پرایساف ځواکونو ځانمرګي بریدونه سوي

اسدالله زړه سواند | مې 10th, 2014


د کندهار په میوند ولسوالۍ کي پر بهرنیو ځواکنو ځانمرګي بریدونه سوي

دغه ځانمرګي بریدونه نن ماپښین د درې بجو او دیرش دقیقو په شاوخوا کي د کندهار د میوند ولسوالۍ مخي ته پر ایساف ځواکونو سوي دي.

د کندهار د والي ویاند دواخان مینه پال وايې لوموړي ځانمرګي برید د ټونس او دوهم د موټر سایکل په واسطه ترسره سوي دي

دده په خبره بریدونه ایساف ځواکونو ته نژدې سوي خو هیڅ چاته پکښی مرګ ژوبله نده اوښتې ده

دی وايې ځانمرګي بریدونه ایساف سرتېرو ته تر رسېدو مخکي سوي،نو ځکه يې هیڅ چاته مرګ ژوبله نده اړولې

تر اوسه وسلوالو طالبانو هم په دې اړه څه ندي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024