کندهار:پاکستاني پوځیان افغان خاوري ته ننوتي دي

اسدالله زړه سواند | مې 11th, 2014


پاکستاني پوځيانو د معروف ولسوالۍ يو کېلو متر سيمه نېولې ده

د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چي پاکستاني پوځيانو د ډيورنډ کرښي د اصلي وېش يو کېلو متر مخته راغلي او په معروف ولسوالۍ کي يې تاسيسات جوړول پيل کړي دي.

د معروف ولسوالۍ په صفري کرښه کي د سرحدي پوليسو قوماندان رنګين وايي، چي دغه تاسيسات جوړول دوې شپې وړاندې پيل سوي دي.

هغه زياته کړه، چي هلته ګڼ شمېر پاکستاني پوځيان د معروف ولسوالۍ په اعلى جرګه او خاک ښاد سيمو کي يو کېلو متر د افغانستان خاورې ته ننوتلي.

دده په وينا، چي د پاکستاني پوځيانو امنيت افغان طالبانو نيولى او هلته يې د بېلډوزرانو او نورو ساختماني توکو په وسيله تاسيسات جوړول پيل کړي دي.

دغه قوماندان وايي، چي دوى سيمه ته پنځه سوه کېلو متره ورغلي او بيا يې د سپين ږيرو په وسيله ددې پاکستانيو فوځيانو ته ددې کار د نه کولو ويلي، خو هغوئ يې خبره نه ده منلې او ورته ويلي يې دي، چي د خپلو مشرانو امر پر ځاى کوي.

هغه وويل، چي دوى که څه هم د وسلو په نسبت کمزوري او شمېر يې کم دئ، خو بيا هم مقابلې ته چمتو دئ.

رنګين وويل، چي اوس يې مسولين اجازه نه ورکوي، چي بريد پرې وکړي.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ سکرتر غورځنګ افريدى هم مني، چي پاکستاني پوځيان معروف ولسوالۍ اعلى جرګې او ښادي خاک سيمو ته راغلي او هم يې د پاکستان په لوى بند سيمه کي نور فوځيان ځاى پر ځاى کړى دي.

هغه زياته کړه، چي په دې اړه يې سيمې ته د څېړنې پلاوى لېږلى، ترڅو هلته حقيقت معلوم کړي.

د کندهار د والي سرپرست وياند دواخان مينه پال هم ومنل، چي په دې اړه خبر سوي دي، خو زياته يې کړه، چي هلته به د څېړنې کولو وروسته رسنيو ته معلومات ورکړي.

يو کال وړاندې په همدې وخت پاکستاني فوځيانو د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې څلور امنيتي پوستې جوړې کړې وې، خو تر اوسه نه ده معلومه، چې ايا هغه ليري سوې کنه ؟

Copyright Larawbar 2007-2024