اولسي وګړي په دوهم پړاو ټاکنو کي د ګډون په موخه راوبلل سول

عطاالله محمدي | مې 12th, 2014


د میدان وردګو والي ولسي وګړي دوهم پړوا ټاکنو کي د ګډون په موخه راوبلل.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په ولایت مقام کې د قومي مشرانو سره په لیدنه کې دوی په دویم پړوا ټاکنو کې د ګډون په موخه راوبلل .

نوموړی له دغه قومي مشرانو سره په خبرو کې وویل: ولسونو په لومړی پړوا ټاکنو کې هم خپله میړانه وښوده او د دوی هیله مند دي،چې په دویم پړوا ټاکنو کې د تېر ځل څخه په لوړ توپیر سره ګډون وکړي .
د ده په وینا که ټاکنې دویم پړوا ته ولاړي شي،نو د میدان وردګو ولسونو ته ډاډ ورکوي،چې امنیتي ځواکونو د دوی امنیت خوندي ساتلی شي او دوی کولای شي،په ډاډه توګه د رایې ورکونې بهیر ته ولاړ شي .

د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي همدا راز یادو قومي مشرانو ته د دوی د هر ډول ستونزو د حل کولو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه،چې همېشه د ولسونو په څنګ کې دی .

یادو قومي مشرانو د میدان وردګو والي ته ډاډ ورکړ،چې په راتلوونکو ټولټاکنو کې به د خپلو کورنیو غړې او د سیمې اوسیدونکې د رایې ورکونې بهیر کې ګډون کولو ته راوبلي.

Copyright Larawbar 2007-2024