آی. اېس. آى” په کوټه کي د طیب اغا پر کور چاپه وهلې

عطاالله محمدي | مې 11th, 2014


آی. اېس. آى” په کوټه کي د طیب اغا پر کور چاپه وهلې
د کابل چاپ اکثرو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له نورو مسایلو سربیره په هېواد کې د سولې او امن په ټینګښت او په فضا کې د افغانستان د سپوږمکۍ د فعالېدو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

سرنوشت:

سروشت ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي، سوله غوښتونکو طالبانو ته په پاکستان کې ستونزې جوړې شوې دي.

ورځپاڼې پرته له دې چې د سرچینې یادونه وکړي؛ لیکلي، د پاکستان استخباراتو “ای. اېس. ای” په کوټه کې د طالبانو د یوه مشر طیب اغا پر کور چاپه اچولې او د هغه دوه وروڼه یې له ځان سره بولي دي.

سرنوشت همداراز لیکلي چې؛ یوې بلې سرچینې ورته ویلي چې؛ د طیب اغا دوه وروڼه او پلار یې د پاکستان د حکومت له ویرې افغانستان ته راتښتیدلي دي.

ملا طیب اغا په قطر کې د طالبانو له خوا د سولې د خبرو یو مهم مرکچي وو.
هیواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقالې کې لیکلي؛ له هېواده د دفاع لپاره باید امنیتي ځواکونه پياوړي شي.

ورځپاڼې لیکلي، دا چې بهرني محارب ځواکونه نور له هېواده په وتو دي؛ لازمه ده چې، د هېواد امنیتي ځواکونه په پوځي تجهیزاتو سنبال او پیاوړي شي.

محور:

محور ورځپاڼې “په فضا کې د افغانستان لومړنۍ نښه” تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې د “اف ست یو” سپوږمکۍ اهمیت څیړلی دی.

په مطلب کې په فضا کې د افغانستان د سپوږمکۍ درلودل یو لوی تاریخي او اقتصادي پرمختګ بلل شوی دی.

محور لیکلي، د انټرنټ ټلیفوني خبرو او ټلویزیوني چینلونو د خپرونو د کیفیت له ښه کېدو سربیره دا سپوږمکۍ د امنیت لپاره هم ګټه لري.

په مطلب کې راغلي، چې د دې سپوږمکۍ په مرسته به د وسله والو مخالفینو پیدا کول اسانه شي او د هېواد امنیتي ځواکونه به په عصري ډول له یو بل سره وصل شي.

جامعه باز:

د جامعه باز ورځپاڼې سرمقاله هم په فضا کې د افغانستان د لومړنۍ سپوږمکۍ په اړه ده.
په مطلب کې راغلي مهمه دا ده چې؛ اوس د مخابراتو وزارت هغه ژمنې عملي کړي؛ چې ویلي یې دي، د دې سپوږمکۍ له فعالېدو سره به د مخابراتي او انټرنټي خدماتو کیفیت ښه او قیمت کم شي.

په سرمقالې کې راغلي چې، د افغانستان له دولت سره د شوي قرارداد له مخې یو تل سټ شرکت به د دې سپوږمکۍ د کار ضمانت کوي او که کومه ستونزه په کې پیدا کیږي هغه به هواروي.

په سرمقالې کې راغلي کله چې ټلویزیوني خپرونې او نور خدمات له دې سپوږمکۍ سره وتړل شي؛ نو په سپوږمکۍ کې د لږ وخت خرابي به هم ډیر ناوړه عواقب ولري.

جامعه باز ورځپانې لیکلي، که چېرې د دې سپوږمکۍ سم مدیریت وشي؛ نو پرته له شکه به د هېواد په مخابراتي خدماتو کې یو لوی بدلون راولي

Copyright Larawbar 2007-2024