شاولیکوټ کي ددولت او وسلوالو اوږده جګړه
د کندهار په شاوليکوټ ولسوالي کي د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ سخته نښته سوې او پر مهال يې نهو وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي وايي، چي دغه نښته تېره ورځ مازيګر څلور بجې پيل او د شپې تر اتو بجو پورې يې دوام وکړ، چي مشري يې د پيراغا او عبيد په نومونو د وسله والو مخالفينو قوماندانانو کول.
د شاوليکوټ امنيه قوماندان سمونمل باچا خان وايي، چي جګړې د شاوخوا ٣٥ وسله والو له لوري د تک تو، زرتالې او چمن پر امنيتي پوستو سوي دي.
هغه زياته کړه، چي د جګړې سره سم افغان او بهرنيو ځواکونو په سيمه کي مځکني او هوايي عمليات کړي، چي په پايله کې يې شپږ وسله وال وژل سوي، يو ټپي سوى او درې ميله کلاشينکوفونه، دوه راکټونه او درې پايې مخابرې د پوليسو لاسته ورغلي دي.
قوماندان وويل، چي دغه بريد په داسي مهال سوى دئ، چي دوى د شاوليکوټ په خير توت، کابليان، تنګي او کتيران سيمه کي په عملياتو بوخت وه
ځايي سرچينې وايي، چي په دغه جګړه کي درې پوليس هم ټپيان سوي او د وسله والو له لوري اووه قومي مشران هم تښتول سوي وه.
د شاوليکوټ امنيه قوماندان باچا خان وايي، دغه قومي مشران په دې تور يرغمل سوي وه، چي خپلوان يې په سيمه ايزو پوليسو کي دي.
هغه زياته کړه، چي ياد کسان يې د شاوليکوټ ولسوالۍ په کوترخانې غره کي ساتل، چي پوليسو عمليات پرې وکړل او ټول تښتول سوي مشران يې د مخالفينو له منګلولو خلاص کړل.
دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو مخالفينو خبر ورکړى دى، چې د خيبر په نوم يې پسرلني عمليات پيل کړي دي، خو امنيتي چارواکي دا تبلغات بولي او زياتوي، چي مخالفي يې د پښو غورځولي دي.
تر اوسه وسلوالو طالبانو د شاولیکوټ د بریدونو په اړه کوم څه رسنیو ته ندي ویلي.