طالبان په مرکزي بغلان کي د نښتو او لاسته راوړنو ادعا کوي

د لراوبر اداره | مې 13th, 2014


طالبان وايي تېره شپه يې په مرکزي بغلان کي۳ پوځي مرکزونه او يوه پوسته نيولې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي تیره شپه له ماښام څخه تر ۲ بجو پورې د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په مغیلانو او قزاقو سیمو کې واقع ۳ مهم (بیسونه) مرکزونه چې پخوا امریکایان په کې اوسیدل اوس يې کورنیو پوځيانو ته پریښيي وو او یوه امنيتي پوسته د بريدونو په ترڅ کي ونيول سول، ګڼ شمیر عسکر او پولیس په کې قتل او د طالب وياند په وينا يو شمېر د ملي اردو عسکر ټپيان او ۲ پولیس يې اسیران کړيدي.
مجاهد ادعا کوي ډیره وسله او مهمات ددوی د وسله والو لاسته ورغلي دي او وايي چي پاتې عسکر او پولیس له خپلو مرکزونو پر شا سول چي دوی ته مرسته رسوونکی کاروان په لاره کي تر بريد لاندي راغئ.
په دغو بريدونو کي دطالبانو لخوا هم د ۲ جنګياليو د وژل کېدو او ۵ نفرو د زخمې کېدو خبره دوی خپله ياده کړې خو دولتي اړخ ته د ور اړول سوي زيان په اړه د کورنيو چارو او دغاع وزارتونو لخوا معلومات نه دي تر لاسه سوي.

Copyright Larawbar 2007-2024