کور / تازه خبرونه / د کونړ سين د مشاعرې لنډ رپوټ او انځورونه

د کونړ سين د مشاعرې لنډ رپوټ او انځورونه

د ستورو کاروان
د ګاډو د څراغونو یوه بې پایه لیکه له هغه پراخ پارکېنګ څخه چې له سړکه ۴۰ ـ ۵۰ متره په ټیټه ځمکه پروت دی پداسې یوه تسلسل راوځي لکه څوک د رڼاګانو هار په ځان پسې را کاږي، هر ګاډی چې له پارکېنګه د را وتو لاره ونیسي نو د څراغونو رڼا یې مخامخ ښیښه يي ۱۵ ـ ۲۰ پوړیزه ودانۍ په غېږ کې واخلي او چې بیا په هماغه ۴۰ ـ ۵۰ متریز پېچومي راسم شي، نو رڼا يې د پراخ اسمان په بې پایه غېږه کې خوره او د باران د څاڅکو بنډارونه بربنډ کړي .
دغه ننداره ماته د ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او یا ناټو ماټو ، دسوريې، ایران، اوکراین . . . په هکله د بېړنیو غونډو یاد را تداعي کوي، چې ولسمشران یا د بهرنیو چارو وزیران په پرله پسې توګه یو یو راځي او ودانۍ ته دغځېدلې سرې پټارې په پای کې ترې کوزېږي .
د ستورو دغه کاروان د غونډې د ویاند ښاغلي عزیز سر شار په وینا ” دکونړ سین دکلنیو مشاعرو د لړۍ د شپږمې کړۍ” ګډونوال دي، چې شمېره يې د ۲۵۰ – ۳۰۰ تنو ترمنځ و.
د ګاډو په نمبر پلېټونو دهیوادونو د نومونو له تورو D دوچلند یا جرمني NLنیدرلند یا هالند S, سویډن، DK, ډنمارک، GB انګلستان، B بلجیم، A اطریش څخه پته لګي چې ګډونوال له کومو، کومو هیوادونو راغلي دي.
همدانن مازیګر دمې دمیاشتې دلسمې نېټې خواوشا پینځه بجې پارکېنګ ته مخامخ د یوه لوی تالار مخې ته چې خلکو د مشاعرې پرانیستو ته شېبې شمارلې د لونګیو، پکولونو، شنو، سرو او نورو رنګارنګه ټايي ګانو داسې بیر وبار وو، او خلک یو بل ته داسې ور غاړه وتل تابه وې چې د اختر لمومځ په همدې شېبه خلاص شوی دی .
دغه وخت چې غونډه همدا څوشېبې ترمخه پای ته رسېدلې دشپې یوولس نیمې بجې دي . زه دبس تمځي له یوه واړه چتر لاندې ولاړیم، د ګاډو همدا بې پایه لړ څارم او د تیلفون پرلیکه یوې رسنۍ ته د غونډې را پور ورکوم : غونډه دکمکي عابد جان سافي له خوا د الله پاک د سپېڅلي کلام په تلاوت پیل شوه، ورپسې د کونړ د ځوانانو د ټولنې د کاري ډلې غړي ښاغلي فريد الله سافي پرانیستونکې وینا واوروله، د همدې ټولنې د کاري ډلې بل غړي ښاغلي سيد رحيم يوسيفي مېلمنوته د ښه راغلاست او ستړې مشي تر ویلو وروسته د کونړ سین مشاعرې د راپیلېدو په موخو او اړتیاوو رڼا واچوله، ده د خپلو خبرو په یو برخه کې د ګران افغانستان د ښکلي بدخشان د ارګو ولسوالۍ په غمیزه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې نا مهار کونړ سین او په افغان ملت د پاک څښتن ددغه ستر نعمت څخه ګټه نه پورته کول، شېبه په شېبه شپه ـ ورځ څلېرویشت ساعته او کال دولس میاشتې لحظه په لحظه کټ مټ ارګو ته ورته غمیزه ده .
د ښاغلي د وینا څخه وروسته د ښاغلو شاعرانو ګڼ شمېر ته په کتوسره له نورو ویناوو او د فرهنګي ټولنوله پیغامونو څخه په ډډه کولو سمدواره مشاعره راپیل شوه چې دغو ښاغلو شاعرانو پکې ګډون کړی و :
ښاغلی محمدجان يار
ښاغلی هدايت وطنيار
ښاغلی نذير احمد نذير
ښاغلی علي محمد مجبور
ښاغلی مبارز سافی
آغلې سهيلا حسرت ناظمي
ښاغلی ولايت خان ځدراڼ
ښاغلی مصطفی ارين
ښاغلی خپلواک وطنيار
ښاغلی غلام نبي سخي
ښاغلی امين باوري
ښاغلی جلال ناصر
اغلې رحيمه پښتونجار
اغلې نبيله وفا
اغلې اسيا مهرابي
اغلې ليلا مومند
ښاغلی سهراب سهر
ښاغلی فضل ربي رستم
اغلې شغله
ښاغلی عبدالمالک بېکسيار
ښاغلی عزت وزيروال
ښاغلی ياسين امانت
ښاغلی انور لمر
ښاغلی هيواد شېرزاد
ښاغلی ممتاز ارمان
ښاغلی هلمند ياد
ښاغلی صديق ننگ
ښاغلی عيسی بهرام
ښاغلی زبير سالارزی
ښاغلی مطيع الله روفي
ښاغلی حيران شينواری
ښاغلی احمد نور انوري
ښاغلی افضل ټکور
ښاغلی شمس الرحمان محبر
ښاغلی پېښوری شينواری
ښاغلی کاکاجان وطندوست
او ښاغلي بريالي وياړ د ايمل مړوند شعر ولوست.
د مشاعرې په ترڅ کې ښاغلي کاتب شاه کاتب د کونړ څخه د ټليفون په ليکه خپل خوږ شعر گډونوالو ته په ترنم واوراه. همدارنگه له مونشن څخه ښاغلي محمدامين بسمل د ټليفون په کرښه خپل پيغام او لنډ شعر ولوست.
د ښاغلي بازمحمد عابد رالېږل شوی شعر د ښاغلي اتل له خوا ولوستل شو.
هېر دې نه وي چې خویندو شاعرانو په مشاعره کې دښځو دبرخې په پیکه توب دتېر کال په شان ګوتنیونه وکړه او دړکه يې وکړه چې که مشاعره په راتلونکو کلونو کې همداسې دوام ومومي نو دوی به برخه پکې وانخلي . ددوی دغه وړاندیز دګډونوالو په اوږدو چکچکو بدرګه شو او دايې څرګندوله چې ټول ګډونوال په تېره بیا کوربانه چې د لرې هیوادونو څخه په سلګونو کیلو متره ستړي سفرونه نه کوي اوهمدلته د کولن د ښار او جرمني اوسېدونکي دي، دغې ستونزې ته پوره پام وساتي . غونډه ځینو ګډونوالو ته دګل ګېډیو او ستاینلیکونو په وېشلو او راتلونکی کال د بیا لیدلو په اسره پای ته ورسېده .
پانوس؛ سويډن – ډنمارک ادبي هنري کاروان.

داهم د غونډې څو انځورونه