کندهار:د میرویس نیکه دمقبرې د رغوني چاري پیل سوې

اسدالله زړه سواند | مې 14th, 2014


په كندهار كې د ميرويس نيكه دزيارت د شاوخوا پاركونو د بيارغوني چاري پيل سوې .
داطلاعاتو اوفرهنګ رياست چارواكي وايي په دې چارو به ټولي در عشاريه پنځه ميليونه افغانۍ لګښت راځي چي د دريو مياشتو په موده كي به جوړيږي .

كندهار يو له هغو ولايتونو څخه دئ چي د زيات شمېر تاريخي ځايونو درلودونكى دئ . خو لكه څنگه چي ښايي ددغو تاريخي ځايونو په ساتنه كي پاملرنه نده سوې .
له دغو تاريخي ځايونو څخه يو هم د ميرويس نيكه زيارت دئ، چي د كندهار ښار لويديځ پلو د كوكرانو په سيمه كي موقيعت لري .
د كندهار داطلاعاتو او فرهنگ رياست مسئولین وايې د تاریخي اماکینو د رغونۍ په لړۍ که يې د میرویس نیکه د زیارت د رغوني چاري پیل کړي دي .
ددې ریاست رئیس دواخان مینه پال وايې ددې زيارت د بيارغونې چاري ددريو مياشتو په موده كي د درې عشاريه پنځه ميليونو افغانيو په لګښت تر سره كيږي

.
د کندهار د ولایتي شورا غړي او قومي مشر حاجي اغالالی بیا وايې چي په کندهار کي د بیارغوني کارونو ته په ځانګړي ډول د تاریخي اماکینو جوړوني ته پاملرنه کمه ده او په دې برخه کي د زیاتو هڅو د کولو غوښتنه کوی

باید وویل سي چي په کندهار ولایت کي ډېر داسي تاریخي ځایونه سته چي د لمنځه تلو په حال کي دي،خو ولایتی ادارې چارواکي وايې د وخت په تیریدو سره به ټولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي

Copyright Larawbar 2007-2024