کندهار: دولس وسلوال وژل سوي
دکندهارپه ميوند او تخته پل ولسواليو کي ١٢ جنګيالي وژل سوي دي
د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چي تېره ورځ يې ددغه ولايت په تخته پل او ميوند ولسوالۍ کي د جلا – جلا عملياتو پر مهال ١٢ وسلوال وژلي او وسلې يې ترې اخيستي دي.
ويل کېږي، چي په دغه عملياتو کي دوه پوليس او يو د ملي اردو سرتېرى وژل سوى او درې پوليس ژوبل سوي دي.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ د رسنيو د دفتر مرستيال فهيم رحيمي وايي، چي لومړنۍ عمليات د تخته ولسوالۍ په ملايت سيمه کي سوي دي.
هغه زياته کړه، چي وسله والو هلته پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ، چي په غبرګون کي يې پوليسو عمليات وکړل او پر مهال يې شپږ وسله وال ووژل او درې موټرسايکلان، ٧ ميله وسله او يو بابرى موټر يې ورڅخه ونيوئ
د کندهار د والي وياند دواخان مينه پال ويلي، چي بابرى موټر د ملايت د کلي د يوه کليوال وو، چي مخالفينو په زور ورڅخه اخيستى وو.
ددې سره په خوا کي تېره ورځ د ميوند ولسوالۍ په بند تيمور سيمه کي هم پوليسو عمليات کړي او شپږ جنګيالي يې وژلي دي.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ د رسنيو د دفتر مرستيال فهيم رحيمي وايي، چي ددې ترڅنګ يې د پنجوايي ولسوالۍ په موشان سيمه کي هم عمليات کړي او په پايله کي يې يو وسله وال ژوندى نيولى او د يوه کور څخه يې د هغوئ وسلې او چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي دي
په جنوب کي د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندانۍ هم د چمتو څلور په نوم د پيل سويو عملياتو پر مهال د ٧ مشکوکو مخالفينو ترڅنګ د ګڼو وسلو د نيولو خبر ورکړى دى.
تر اوسه وسلوالو طالبانو په دې اړه کوم څه ندي ویلي.