هلمند:۲۸وسلوال وژل سوي دي
په هلمند کي د ۲۸وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړل سوی دئ
د هلمند چارواکي وايې د سنګین په ولسوالۍ کي د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ ۱۲ساعته جګړه سوې ده
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايې جګړه د هلمند د سنګین ولسوالۍ په نسوزو او ملازۍ سیمه کي ترسره سوې ده،چي په ترڅ کي يې ۲۸تنه وسلوال وژل سوي او اته نور يې ورک سوي دي.
د ځواک په وینا چي د برید په ترڅ کي درې تنه پولیس هم وژل سوي دي.
تر اوسه وسلوالو طالبانو په دې اړه رسنیو ته کوم څه ندي ويلي.