کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په افغانستان او سيمه كښي د سولې او سوكالۍ په هكله وړانديز




په افغانستان او سيمه كښي د سولې او سوكالۍ په هكله وړانديز




پوهندوی عبدالرؤف خپلواک – د کابل پوهنتون پخوانی استاد   ۱۴ . ۶ . ۲۰۰۸


د ليكوال فكري لورى:



ـ رښتينی هېوادپال هغه افغان دی، چې بې نومه بې نښانه او د لوږې مړينه ومنى، خو د کوم بل هېواد اجنټ او مزدور نه شى؛


ـ ترټولو ښه انسان هغه څوك دی، چې تر بل چا  نورو انسانانو ته زيات خير ورسوى،

ـ  تر ټولو ښه مسلمان هغه څوك دی، چې اسلام ته ډېر معتقد او رښتينى  مينه وال پيد ا كړي،

ـ تر ټولو ښه هېوادپال هغه څوك دی، چې خپل هېواد ته  ډېر دوستان  پيدا كړى، 

ـ د خپلې ژبې تر ټولو ښه خدمتګا ر هغه څوك دی، چې خپلې ژبې ته ډېر ويونكى او لوستونكى  پيدا كړى،



ـ رښتيني  خپلواك او آزاد انسان  هغه څوك دی، چې د نافذ قوانينو  غلام وى . ځكه چې په قانون منلو كې د ټولنې آزادى او په آنارشى كې د ټولنې تباهى ده. خو دی هره  شيبه دخلكو په ګټه د سياست  او قانون د بدلون او ريفورم هڅې خپله دنده وبولي٠.


لنډه يادونه:


د دې لنډې ليکنې لوستونکي ښايي داسې فکر وکړي، چې زما په وړانديز کې خوکومه نوي ، علمي او له نوښت څخه ډکه خبره نشته٠. زه هم په دې ښه پوهېږم، خو بيا هم غواړم چې په خپل وار هغه احساس څرګند کړم، چې د افغانانو او د سيمې د نورو انسانانو په وړاندې يې لرم، چې لږ تر لږه خپل وجدان تسکين کړم.


اصلي خبره خو داسې ده، چې ټول رښتيني انسانان ځانونه د يوه وجود غړي احساسوي. كه چېرې د يوه بدن يو غړى خوږيږي، نو د هغه نور غړي هم ورسره نا ارامه وي.  خو كه څوك دا شان احساس نه لري، نو هغه بې له شكه رښتينى انسان نه دى. زموږ د سيمې هیوادونه هم اوس په يوويشتمه پېړۍ كې ژوند كوي، خو دوي د وحشت او بربريت د پېر په څېر يو بل د  يوويشتمې پېړۍ په چل ول ځوروي٠ په خپلو او پرديو وسلو يو بل وژني او دا فني نړۍ يې يو بل ته دوزخ کړي ده٠


زموږ په سيمه كې كيمياوي وسلې، د راديو آكتيف موادو درلودونكې مرمۍ، د لايزر شعاوې، ناپالم او پرګنيزو وژنو بمونه او داسې نورې وسلې د ملګرو ملتونو او د ژنيو د كنوانسيون د پريكړو پر ضد زموږ پر 
افغانانو كارول كيږي٠ پر افغانستان د امريكايي ځواكونو د بريد په وخت كې دغه هېواد پوځيانو په زياته پيمانه هغه وسلې وكارولې، چې په يوګوسلاويا كې ازمايل شوي وې او د GBU-28, Raytheon Company  لويو بمونو غني شوى يورانيم یې درلودل٠



د عراق په جګړه كې امريكايانو د دغو راديواکتيفو مرميو۳۰۰ ( درې سوه) ټنه  ګولۍ  وكارولې، چې زيات خلك يې ووژل او په سلګونو زره عراقي وګړي او تر دوه سوو زرو بريتانوي او امريكايې پوځيان يې  په ناروغيو اخته كړل.٠ 
خو په افغانستان كې د ۲۰۰۱ كال د نوامبر په مياشت كې د نړيوالو څانگيزو پوهانو د اټكل له مخې، د دغو  د راتلونكو نسلونو له پاره د ناروغيو او معلوليتونو د گواښ درلودونكې راديو آكتيفو مرميو ۹۰۰ (  نه سوه)  ټنه يانې د عراق درې برابره  وكارول شوې.٠ د دغو وسلو د خطر  او له هغوى څخه راپيدا شوي يا راپيدا كيدونكو ناروغيو په هكله لا تر اوسه كو مه څېړنه ما نه ده لوستلي.٠


په  يوه څېړنه كې Prof. Marc W.Herold ليكي، چې د ۲۰۰۱ كال د اكتوبر او نوامبر په مياشتو كې  ۳۷۶۷  افغانان په وحشيانه توګه په خپلو كورونو، دوكانونو او كروندو كې ووژل شول، چې د القاعدې او طالبانو سره يې كومې اړيكې نه درلودلې٠ 



افغانستان او د سيمې خلكو ته په كار دي، چې د تيرو دېرشو كانو د بدمرغيو او جګړو څخه د عبرت درس واخلي او په دې پوه شي، چې په سوله كې د هرچا خير دى.٠ 
 موږ بايد د سيمې د خلكو ذهنيت له جګړې څخه سولې ته او دښمنۍ څخه ورورولۍ او انسان دوستۍ خواته راوګرځوو٠. 
موږ بايد په دې پوه شو، چې  اسلام او خپل هېواد ته تر ټولو ستر خدمت دا دى، چې سړى ورته دوستان پيدا كړي او د بل  قوم، ملت  او هېچا  پر ضد داسې څه ونه كړي، چې د ده د قوم او ملت څخه يې وروسته غچ واخېستل شي٠.


ځکه د دښمنانو فزيكي له منځه وړل  په حقيقت كې د دښمنانو زياتول دي.٠ له دښمنانو سره نيكي، مرسته او اخلاص دښمني او دښمن له منځه وړي.٠ دا د اسلام حكم هم دي.،
 لكه چې فرمايي: عسي الله ان يجعل بينكم و بين الذين عاد يتم منهم مود ۀ والله قدير ط والله  غفورالرحيم ط ( ښايي چې پيدا كړي په مينځ ستاسې كې او په مينځ د هغو كافرانو كې دوستي چې دښمني لرى تاسې د هغوى سره. الله ښه قادر دى او الله ښه بښونكى او رحم واله دى ).٠



څنګه چې انسان د پاك خداى يو ټولنيز مخلوق دى، نو د ټولنيزيدنې (Socialization) او روږديدنې بهير او چاپېريال ورباندې  اغېز لري٠ د سولې  او سوكالۍ  په شرايطو كې  يو ډول او په جګړو كې ورڅخه بل ډول شخصيت جوړيدلى شي٠. رښتينې اسلامي فرايض، وجايب ، دود او داسی نور په سوله او سوكالۍ كې د عقيدې له مخې ،د زړه له كومې، ايمان او عقيدې  پر بنسټ د پاك خداى د رضا له پاره تر سره كيږي او د قبليدلو امكان يې زيات دى، نسبت هغه عبادت ته چې د اسلامي تنظيمونو او طالبانو له ډاره، نه د پاك خداى د رضا له پاره تر سره كيږي.٠



ما په متحدو عربي اماراتو كې وليدل، چې لوىو او وړو به  په څومره اخلاص او له  هر ډول زور او تنظيمي جبره پرته خپل لمنځونه او نور ديني مراسم په ښكليو جوماتو، پاكو كاليو او اوداسه سره د پاك خداى د رضا له پاره تر سره كول.٠ كه چېرې څوك د افغانستان  او اسلام سره مينه لري، نو بايد ټول وخت د دې له پاره هڅه وكړي، چې په افغانستان كې سوله، سوكالي او آبادي راشي او د پرديو له احتياج څخه خلاص  او په دې توګه اسلام ، خاوره ، ننګ او ناموس د پرديو له  احتياج اوتيری څخه خوندي پاتې  شی او په آرامه توګه د زړه له كومې، پرته له زور او جبر د خپل پاك خداى له پاره اودس او لمونځ وكړي.


كله چې انګريزان د هند نيمې وچې ته په كال ۱۶۰۰ كې راغلل، نو ورو  ورو د افغانانو سيمې ته رانېږدې كيدل، تر هغو چې په ۱۸۳۹، ۱۸۷۹ او ۱۹۱۹ كلونو كې درې سترې او د هغوي تر څنګه نورې کوچنې پر له پسې جګړې هم پر افغانانو ور وتپل شوې.٠ انګريزانو په کال ۱۸۹۳ كې پر افغانانو د خپلې خاورې او خپلو مسلمانو پښتنو وروڼو او خويندو بېلتون د ديورند كرښې په غزولو سره تحميل كړ او له همغه وخت راهيسې د پښتنو په سيمه  كې د (خان عبدالغفار خان او وروسته هم د حاجي ميرزا علي خان) د پښتنو “چې ګواره“  او نورو په لارښوونه په بېلو بېلو بڼو جګړې روانې وې.٠



خو په ۱۹۴۷ كال كې  د پاكستان په رامنځته كيدلو سره  دغې تاو تريخوالي نوې بڼه غوره كړه،  چې د ټولې سيمې د سولې، سياسي ثبات او اقتصادي پرمختګ له پاره ستر خنډونه  بلل كيږي٠. اوسمهال زموږ سيمه، په ځانګړي توګه پښتانه د خپل تاريخ د تر ټولو ستر چلنج  سره مخامخ دي.٠ د پښتنو قبايلي سيمو حالت خو كټ مټ د بلوڅو، كردانو او فلسطينيانو په څېر شوى دى.٠
 زموږ په سيمه  كې خو اوس نه اسلام چليږ ي او نه هم كفر٠.


زموږ ژوند بې لارې شوى دى.٠ 
نو ځكه او س د ستونزو د حل له پاره د نويو لارو چارو  لټول زموږ برخليك  ټاكلى او ژغورلى شي.٠ كه موږ ښه ځير شو، نو وينو چې د نړۍ په نورو سيمو كې هم كشالې وې  او اوس هم لا شته دي.٠



كه موږ  تېر تاریخ ته يو ځغلنده نظر  واچوو،  نو راته جوته کېږي، چې په  لومړۍ نړيواله جګړه كې ( ۱۹۱۴ ــ ۱۹۱۸) كابو لس  ميليونه  او په دويمه نړيواله جګړه کې (۱۹۳۹ ــ ۱۹۴۵) كې د ديرشو او پنځه پنځوسو ميليونو پورې انسانان وژل شوي او په ميليونو نور ټپيان او معلول شوي دي او د دې جګړې زياتره قربانيان د اوسنۍ اروپايي  ټولنې غړي وو٠.


د لومړۍ نړيوالې جګړې په پاى كې څو امپراتورې لكه د آلمان، روسيې، اتريش ـ هنګري او عثماني تركيې  امپراتوری ويجاړې شوې او پر ځاى يې نوي هېوادونه رامنځته شول  او د ځېنو هيوادونو په سرحدونو كې داسې بدلون راغى، چې ځېنو يې نوې سيمې ترلاسه او ځېنو هغو خپلې تاريخي سيمې وبايللې٠. په دويمه نړيواله جګړه  كې هم ځېنو هېوادونو خپلې سيمې وبايللې او ډېر خلك يې له خپلو پلارنىو ټاټوبو څخه تر نن پورې تبعيد شول.٠ خو د ۱۹۴۵ كال  څخه تر نن پورې په دغو جګړو كې ښكېلو اروپايي  هېوادونو د تېرو دوو جګړو څخه زده كړه وكړه٠. دوي پوهيږي  چې نور نو د پرديو تر لاس لاندې د خپلو سيمو بيرته تر لاسه  كول  په جګړو  نه كيږي او دا ډول هڅې ګټه هم نه لري.٠ دوي دا غوره وګڼله، چې د سرحدونو په وركولو سره له جګړې پرته خپلو بېلو شويو خلكو ته خپله لاره ورپرانيزي او د ټولو پخوا دښمنو هېوادونو د شتمنيو، جغرافيوي ښكلا او اقتصادي پرمختګ څخه خوند او ګټه واخلي٠. دوي له دويمې نړيوالې جګړې وروسته پوځي او اقتصادي ټولنې جوړې او  اوس هغه پخواني دښمنان  دومره سره نېږدې شول، چې يو ډول پيسې يانې يورو لري او د خپلو پخوانيو هېوادوالو ليدو كتو ته لكه په خپل هېواد كې دننه تګ او راتګ كوي او ويزې يا نورو رسمياتو ته اړتيا نه لري.٠



دوى د يو بل په هېواد كې زده كړې او كار كولى شي.٠ د اروپايي ټولنې د غړو شمېر اوس ۲۷ 
هېوادونو ته رسيدلي  دی ٠د دوي خلكو ته اوس پخوانۍ دښمنۍ ياد ته نه ورځي او د بيل شويو  سيمو خلك هم ځانونه د بل هېواد تر واکمنې لاندې نه احساسوي.٠ د اروپايي ټولنې غړي 
هېوادونه اوس په يوه ستر ځواك بدل شوي دي، چې په ګډه له اقتصادي،  پوځي او سياسي پلوه  د نړۍ تر ټولو ستر ځواك بلل كيدلى شي.٠



د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه، چې د نفوسو له مخې د لوكزامبورګ په شان کوچنی هېواد د كابو پنځه سوه زرو نفوسوسره او د آلمان غوندې لوی هېواد د  دوه اتيا ميليونو نفوسو سره يو برابر او د دوي په څېر دا ټول اوه ويشت  هېوادونه يو له بله سره يو برابرحقوق او د مهمو پريكړو په هكله هر يو د ويتو حق  لري.٠ 
څنګه چې د دوي هدف په رښتيا سره يووالی او اتفاق دى او پخوانيو منافقتونو نتيجه نه ده وركړي، نو ځكه اوس هر څه روښانه او په رښتيا سره دوي د خپلې  ګډ ې پياوړتيا  له پاره  په يوه اروپايي پارلمان كې لكه د يوه  هېواد په شان هر څه څېړي او د هغو په پرېکړه کوي.٠



ما دا هر څه د خپل هېواد او زموږ د سيمې د هېوادونو د راتلونكي يووالي په منظور بيان كړل٠. افغانستان  د چين ولسي جمهوريت، تاجيكستان، ازبكستان، تركمنستان، ايران ، پاكستان او هندوستان سره ګډې پولې لري.٠ 
زموږ په خاوره چاپېر هېوادونه بايد د افغانستان د جغرافيوي موقعيت څخه د سيمې د ټولو هېوادونو سره د اقتصادي اړيكو د ټينګولو له پاره د ګډې پرېكړې  له مخې سمه  ګټه واخلي.٠


دا شان كار تر هرڅه  مخكې ښه نيت او هوښيارو تدبيرونو ته اړتيا لري.٠ 
د سرحدونو بدلول او    ردول د سيمې د خلكو بدمرغي نوره هم زياتوي.٠ داسې اغيزمن او هوښيار تدبيرونه په كار دي، چې د سيمې ټول هېوادونه خپلو هدفونو ته ورسيږي او د ګټونكي او  بايلونكې خبره هېره او پر ځاي يې ټول ګټونكي شي٠. له بده مرغه زموږ د سيمې حكومتونو  او سياستوالو تر اوسه پورې  د دسيسو، دښمنيو، چل ول 
او دروغو په چلولو كې ستر مهارت ښودلى دى، خو دې چلند هيچا ته ګټه نه ده رسولې٠.


موږ نو 
اوس بايد دا پخواني کړه وړه پريږدو  او پر ځاى يې د دوستۍ، مينې، مرستې   او  متقابل 
درناوي په لاره كې خپل نوښت وښيو، چې د پاك خداى په مرسته زموږ د هيوادونو خلك هم د نورې نړۍ د خلكو په شان د نېكمرغۍ څرك وويني.٠- 
زموږ خلك، زموږ لوى واړه، زموږ نارينه  او ښځې هم د دې نړۍ انسانان دي او حق لري چې په كې يو څو آرامې او بې تشويشه  شپې او ورځې تيرې كړي٠.



زموږ سيمه د نړۍ د نورو سيمو په پرتله تر ټولو زياتې طبيعي زېرمې لري،  چې موږ ته د خپلو خلكو د اړتياو د پوره كولو او د ژوند د سطحې د لوړولو امكانات برابرولى شي، خو که موږ له نړۍ سره د ځان پر ضد د  دسيسو  پر ځاى په څو اړخيز تجارت كې ملګرتيا وكړو او د علامه اقبال دا خبره تل راپه يادكړو:



آسيا يك پيكر از آب وګل است ــ  ملت افغان در ان پيكر چون  دل است



از فساد او فساد آسيا  ــ از كشاد او كشاد آسيا


دغې موخې ته د ورتګ او رسيدو له پاره لانديني وړانديزونه لرم، چې د صداقت  شرط 
يې د ټولو موادو له پاره تر بل هر هر څه زيات او ټاکونکی اهميت لري :


١- افغانستان،  د چين ولسي جمهوريت، هندوستان ،  تاجيكستان ، ازبكستان ، تركمنستان، د ايران اسلامي جمهوريت  او پاكستان بايد يوه اقتصادي  او سياسي ټولنه جوړه كړي،



٢- د دغې ټولنې غړي هېوادونه بايد يوه دايمي جرګه ولري، چې په دايمي مقر كې منظمې غونډې  وكړي ،



۳- په دغه ټولنه كې بايد د هر هېواد د ملي حاكميت، خپلواكۍ او اوسنۍ ځمکنۍ بشپړتيا درناوى وشي،



۴- د دايمي جرګې او د ملګرو ملتونو په ګډه پريكړه بايد په افغانستان كې داسې موقت 
حكومت ته واك وسپارل شي، چې په جګړه  كې د ښكېلو پخوانيو ډلو استازي  په هغه كې برخه و نه لري،



۵- د دغه موقت حكومت د واك او صلاحيت د ټينګولو له پاره بايد پورتنۍ  ګډه  ډله ټول اړين تر تيبات ونيسي او د پېښو مسؤليت په غاړه واخلي،



٦- د ټولواسلامي غړو هیوادونو په اساسي قانون  او نورو لايحو او مقرراتو كې بايد د اسلام ، دموكراسۍ، عدالت او بشري حقوقو تضمين  وشي،



٧-  د غړو هېوادونو او ملګرو ملتونو يو ګډ پوځ  بايد د افغانستان  د سولې د تأمين له  پاره جوړ شي، چې د اوسنيو بهرنيو پوځونو ځاى ډك كړي٠خو په دغه ګډ پوځ كې بايد د  افغانستان د جګړې په وخت كې په جګړه  كې د آخته ډلو سره د پوځي مرستو او پوځي روزونكو هېوادونه  لكه د امريكا د متحدو ايالتونو، بريتانيا، فرانسه، پاكستان  او ايران شامل نه وي،


   
۸ – په ټولو غړو هېوادونو كې بايد له ملكي خلكو څخه د غړو هېوادونو د هوکړې په صورت كې  د پورتني  ګډ پوځ په مرسته وسلې ټولې  شى،



۹- د دغې ټولنې هر غړي هېواد بايد د نورو په شان برابر حقوق او په مهمو پرېكړو كې د ويتو حق ولري،



۱۰- د غړو هېوادونو د پرېكړو د ويتو كولو په صورت كې بايد پر ويتو كوونكي هېواد بنديزونه و نه لګول شي،



۱۱- د ټولنې غړي هېوادونه بايد يو بل ته رښتينى درناوى وكړي، كوچنى او لوى هېواد، شتمن او نستمن هېواد بايد يو بل ته د درناوي په سترگه وګوري،



۱۲- دا هېوادونه بايد د تيرو وختو ترخې او د دښمنۍ ډكې اړيكې او كينې هيرې او د دوستانه اړيكو يو نوى پړاو پيل كړي، ځكه دا كار  زموږ ټول د نيكمرغۍ په لوري بيايي،



۱۳ – دوى بايد د يو بل په کورنيو چارو كې لاسوهنه ونه كړي،



۱۴ – دوى بايد له يو بل سره سرحدونه پرانيزي،



۱۵  – دوى بايد له يو بل سره سوداگری پيل  او د دې موخې له پاره لويې لارې جوړې كړي او د ورېښمو لار راژوندۍ کړي.٠ په تجارت او راشه درشه كې بايد د افغانستان له جغرافيوي موقعيت څخه سمه ګټه واخيستل شي،



۱۶ – دوي بايد د يو بل په هېوادونو كې د دوه اړخيزو هوکړو له لارې د طبيعي زېرمو څخه د ګټې اخېستلو په كار پيل وكړي،



۱۷- کله چې زموږ د سيمې هېوادونه د يو بل انډيوالان شي، نو په  دې توګه به دغه ټول هېوادونه  د اروپا، امريكا او د نورو هېوادونو په وړاندې له اقتصادي پلوه په زړه پورې انډيوالان، خو له سياسي پلوه د انسانانو درجې ته اوچت شي،



۱۸- دا هېوادونه بايد په نړۍ كې د افريقا او لاتينې امريكا په شمول د سولې او ثبات د راوستلو او ټيــنــګولو  له پاره هلې ځلې وكړي،



١٩- زموږ د سيمې سياستوال بايد خپلو خلكو ته د ښو او ګټورو اخلاقو بېلگه شي او په دې توګه د خپلو خلكو، په تېره د افغانستان او پاكستان د خلكو ذهن، فكر  او د احساس وربدل كړي، چې په دې توگه ټول خلك يو پر بل باوري او د يو بل مرستندوى شي،



۲۰- په هر هېواد كې د بل هېواد د اتباعو له خوا د مځكو او كورونو اخيستل بايدتر هغه وخت پورې  منعه وي، چې د باور بشپړه فضا رامنځته شي او بيا يوه  ګډه جرګه پريكړه وكړي،



۲۱- غړي هېوادونه بايد يو د بل په مذهبي، كلتوري ، ژبني او سيمه ييزو مسايلو كې  لاسه وهنه و نه کړي، خو د ګډې ټولنې په غونډو كې ورباندې خبرې اترې كيداى شي،



۲۲ – د غړي هېواد پر ضد بايد هر ډول تبليغات په ټولنيزو خبري رسنيو کې منعه شي، چې د انډيوالۍ  فضا خرابه نه شي ،



۲۳- تر ټاكلي وخت پورې غړي هېوادونه بايد د يو بل اتباعو ته  تابعيت ور نه كړي،



۲۴- د غړو هېوادونو ټولنه بايد د ګډو ستونزو او حالاتو د ارزونې له پاره د ګډې څارنې يو 
كميسيون  جوړ كړي. ٠ دوى بايد يو بل ته خپلې تجارتي لارې او بندرونه پرانيزي،



۲۵- هر غړى هېواد بايد د دې حق ولري، چې په خپلو سرحدونو كې د ننه د خپل اقتصادي او ټولنيز حالت سره سم اقتصادي – سياسي نظام غوره کړي.٠ زماپه نظر په اوسنيو شرايطو کې د افغانستان په ګډون د ځېنو غړو هېوادونو له پاره به د ناپانګوالې پرمختيا لارې ټاکل غوره او ګټوروي،



۲۶- د غړو هېوادونو ټولنه بايد اروپايي ټولنې ته په ورته توګه، له نورو هېوادونونو سره د يو شان سياست د پلي کولوپه موخه يو كميسيون وټاكي،



۲۷- دوى بايد وكولى شي، چې د ګډ كميسيون په مرسته او د نورو مقرراتو سره سم د يو بل په هېواد كې پانګه واچوى،



۲۸ – د غړو هېوادونو ګډه جرګه بايد په خپلو هېوادونو كې د هر ډول بنسټپالې، افراط او انارشي مخه ونيسي٠. ځکه چې بنسټپالې او افراط بدمرغي راولي٠ بنسټپالې او افراط سقراط او افلاطون  ۲۴۰۰  كاله دمخه غندلې وه او د اسلام سپېڅلی دين ۱۴۰۰كاله د مخه هغه منع کړې وه. په اسلام كې فرمايي:



 خيرالا مور اوسطها ٠  



٢٩- که چېرې د پورتني وړانديز عملي کول په اوسمهال سمد لاسه نه شي پيل کيدای، نو بايد د يوه بديل په توګه په افغانستان کې د سويس په شان د ناپييلتوب پخوانی دريځ بېرته پر ځای شي. ځکه زموږ هېواد خو د ناپېيلتوب غورځنګ بنسټ اېښودونکی او شهيد محمد داؤد د باندونګ د کنفرانس ګډونکونکی و،


٣٠-د افغانستان دغه ناپييلتوب بايد د ملګرو ملتونو له خوا تضمين شي.٠ خو کله چې دسيمې له هېوادونو سره د ګډې ټولنې د جوړولو امکانات برابر شول، بيا نو هغې ته ور ګډ شي.٠


زه دا وړانديزونه ځكه هم كول غواړم، چې په نړۍ كې د لومړۍ سړې  جګړې د پاىته رسيدو سره جوخت، دويمه سړه جګړه پيل شوي  ده.٠ خو دا ځل د نړۍ د شمال او سويل، د ختيځ او لويديځ تر مينځ.٠ كه چېرې له هوښيارتيا څخه كار و نه خېستلى شي، نو دا ځل  به  د نړۍ د شتوالي او نشتوالي يا خو د بشريت د بقا او زوال جګړه وي٠. ما ته د بيبل كود او نورو نښو څخه د „ جوج مجوج او كن فيكون“ كيسه را په ياد كيږي  او ويېره مې بوګنوي٠


و من الله توفيق