کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / First in شپاړسم څپركى

First in شپاړسم څپركى

ليکوال : جنرال ګیري سي شرون – د  سي آی اې پخوانی مامور
ژباړن : لاهور منګل – خوست
انلاين چاري : شمس خوستی – لراوبر ډاټ کام ( خوست )


شپاړسم څپركى


په درۀ كې زموږددريمې ورځې له غرمې لږ څه  وړاندې بك راغى او ويې ويل چې دراجسټرنمبريې دچورلكې په لكۍ باندې وليكۀ ،هغه ډېرخوښ ؤاو ويې ويل چې ټول ګروپ بايدله غرمې څخه وروسته دچورلكې دكيناستوډګرته ولاړشو،ترڅويوعكس واخلو،ريك وويل چې ښه نظرلرې .


موږله افغان پيلوټ سره يوځاى له غرمې وروسته ديوعكس اخيستولپاره دچورلكې دكيناستلوډګرته لاړو،دګروپ هرغړى دبك غوندې خوښ ؤ،خوماته نااشناښكاريده ،بلې ښه نظرؤاوعكس به په راتلونكي كې قدردرلودلى واى خودغه هرڅه له حدڅخه زيات ؤ.


چورلكې ته په نېږدې كيدومې دچورلكې دنوي رنګ ستاينه كوله ،بيامې دراجسټرنمبروليدچې په تور رنګ يې “9-11-01” ليكلي ؤ، ماګروپ ته وروكتل اوټولودنمبرپه وړاندې موسكاكوله ،موږدچورلكې دلكۍ خواته په دوه لنډيوكرښوراټول شواونصيرڅلورياپنځه انځورونه دكمرې پواسطه واخيستل .


د CIA لس افسران لومړنى امريكايان بياپه افغانستان كې فقط اوولس ورځې دسټمبرديوولسمې حملې وروسته ،زموږپه څېروباندې موسكاوو زموږدخوشالۍ څرګندونه كوله ،دهغې ورځې په ماسپښين زموږدګډڅارګرله دفترڅخه مالومات په ښه توګه روان ؤ،زه په دغه هڅه كې له سټان ،كريس ،ممتازاوحافظ له غوره همكارۍ څخه منندوى يم ،دغودووكسانوفوق العاده مهارت درلود،ترڅوډېراړين مالومات دهغومالوماتوله جملې څخه راوباسي چې دشمالي ټلوالې پواسطه راغونډيدل ،دلومړيوكرښوسره دشمالي ټلوالې دولكې لاندې له سيموڅخه مالومات اودطالبانومخابروي خپرونې به ټولې راټوليدې ،بيابه لنډېدلې اومستقيماٌ به دغه څارګردفترته انتقاليدې ،دغو ځايونوبه دجنګ په ډګركې له ترصد وروسته دطالبانوخوځښتونه هم په منظم ډول دغه دفترته راپوركول .


موږپه انساني منابعوڅخه چې دطالبانوله موقعيتونوبه راتېرېدل هره ورځ راپورونه ترلاسه كول ،دغه منابعې به يا له طالبانوسره عسكر اويابه ملكې خلك ووچې دشمالي ټلوالې دولكې لاندې سيموكې به اوسيدل اودطالبانوپه خوه كې به يې دكورنۍ غړي اوياملګري درلودل اودمالوماتودراغونډولوپه خاطربه يې ددښمن له كرښوڅخه تېريدلوخطرپه ځان مانۀ .


كريس دحافظ اونوروځوان عمره شمالي ټلوالې افسرانودكاردكيفيت اوپوره والي په خاطركار كاوۀ ،دګډڅارګر دفترله بركته موپه يوه مياشت كې دسپټمبره له  27 څخه داكتوبرتر26 مې نېټې پورې له څلورسوه څخه زيات څرګرراپورونه راغونډكړل ،دغه مالوتودامرېكاپوځ ته توان وركاوۀ چې دطالبانواوالقاعده دموقعيتونوپروړاندې دلږمالي تاوان په لرلوسره هوايي بمبارۍ وكړي .


كريس ،سټان اودهغه افغان همكاران په دغه ډول حالاتوكې د رواني فشاراود دوامدار خطرله لرلوسره سره ددغۀ ډول غوره لاسته راوړنوله امله بايدمفخر واوسي .


ماسپښين ناوخته موله عارف سره لنډه غونډه وكړه ،هغه دكابل سره له لومړۍ كرښې څخه د GPS سروې تطبيق كول دراتلونكي ورځې لپاره تصديق كړه ،هغه وويل چې جنرال فهيم دګروپ په كوچنيوالي تاكيدوكړترڅوله امنيتي پېښوسره مخامخ نشو.©لراوبر©


لومړى كرښۀ له شمالي ټلوالې سره دومره نېږدې وه چې خوځښت په عادي ډول ترصدكيداى شو،له كابل سره په لومړى كرښه كې داهم ښكاره شوه چې ايران دانقلابي ګارد له قول اردويا”IRGG” څخه يودوه كسيزه ترصدكوونكى ګروپ له شمالي ټلوالې سره په لومړۍ كرښه باندې ګومارلي وواو فهيم پدې اندېښمن ؤچې ايرانيان دامريكايي پرسونل له شتوالي څخه عقلاٌ دومره وختي بايدخبرنشي .


سټان دGPS ګروپ لپاره يو واضح انتخاب ؤ،هغه دGPS ماهرؤاودګروپن غړي يې په تاشكندكې ټول پرې وپوهول ،سيوري هم له سټان سره يوځاى كېدۀ ،ځكه چې هغه هم دSEAL (يوډول نظامي قطعه ،ژ) په ساحه كې په كلونوتجربه لرله ،ريك دګروپ مشري په غاړه لرله ،هغه هم په بوزنيااوامرېكاكې پهGPS تجربۀ لرله .©لراوبر©


عارف وويل چې په دغه مهم ماموريت كې به جنرال بسم الله خان شخصاٌ له ريك سره كار وكړي ،ممتازبه دګروپ دژباړې لپاره بدرګه كړي .


كريس له پروفيسورسياف سره مستقيم مخابروي تماس ونيؤ،هغه هم زموږسره دليدنې لپاره لېواله وۀ،موږعارف ته وويل چې ما اوكريس له سياف سره دراتلونكي سهارلپاره دليدنې پلان جوړكړى ،عارف له دغه نظرسره خوښ نه ؤ،خوموافق شواو ويې ويل چې يوموټروان اوحافظ ته به دنده وركړي چې موږبدرګه كړي .


سياف دګل بهارپه كلي كې اوسيدۀ ،ګل بهاردپنجشېرله درې څخه بهرپه هواره سيمه كې پروت دى ،دغه هغه سړك ؤچې دGPS دګروپ غړي به پرې تېرېدل،توپيريې داؤ چې دوى اوارې سيمې ته په رسيدوښي لوري ته ګرځېدل اوهغه سيمه دجبل السراج په نم ياديده ،هلته دجنرال بسم الله خان قرارګاۀ هم وه ،دغه درې كسيزGPS ګروپ راتلونكي ورځ دلمرڅرك پر وخت له دفترڅخه روان شول ،ماددوى په رخصت كولوسره نا ارامي پدې احساس كړه چې زه ورسره نه تلم ،خوزموږكوچنى ګروپ ؤاوهريوۀ تن بېلې تجربې لرلې ،كريس اوزه په ګروپ كې له افغان كوربه سره دسياسي مالوماتولپاره ښه افسران  وو،يوساعت وروسته له سياف سره دليدنې لپاره رون شوو،كله چې دتګ لپاره تيارى نيول كيدۀ ،راپه يادشول چې په لار كې به دمسعود،دزيارت له سيمې څخه هم تېريږو،ماله حافظ څخه وپوښتل چې كه موږوكولاى شودمسعودزيارت دليدنې لپاره ودريږو،ځكه موږپه رښتياهم غوښتل چې قوماندان ته احترامات وړاندې كړو،زه فكر كوم چې حافظ زمادغوښتنې له امله حيران شواويوڅوشيبې يې ماته وكتل ترڅوزمارښتينوالي څرګنده كړي ،بيايې موسكاوكړه او دسرپه ښورولوسره يې وويل چې دى دقوماندان دخبرويوه كسټ  لري اوحافظ به تكراري اوريدله . ©لراوبر©
موږله كندو اوله ګردنوپه ډك سړك باندې دمسعودله غږسره سم سفرپيل كړ،هغه په انګازې لرونكي او وزن لرونكي اوازسره په دري خبرې كولې چې غوږنيوونكى يې له حان سره ملګرى كاوۀ ،حافظ په موټركې كلك كيناست اوزه وپوهېدم چې دى  له مسعودسره دوخت په سوچ كې ډوب ؤ.


زموږخپاندموټرله دغه وړاندې ښې ورځې ليدلې وې ،كله چې موږپه لومړي ځل له چورلكې څخه دد دفترپه خواتللو،موږفكركاوۀ چې هغه سړك كنډكپرؤخوپه حقيقت كې هغه ددغه سهارپنځه دېرش مايله ظالم واټن په مقابل كې هېڅ هم نه ؤ.


سړك فقط يوه نرۍ لاره ده ،دپوخ شوي سړك هېڅ نښه پكې نه وه پاتې ،اصلي سړك دزغره والوموټرو،دبمونوپه چاودنو،دتوپ دګوليوپه لګيدلواودشمل كلنۍ غميزې له امله له منځه تلى ؤ،دسړك سرديوۀ انچ په اندازه دګردونوډبل پوښ باندې پوښل شوى ؤاوله موټروڅخه به داسې تاوېدۀ چې بهرليدل به يې باالكل بندكړل اوهرهغه ساده چې په نېږدې واټن كې يې زموږموټرتعقيباوۀ له سترګويې بېغمه كاوۀ .


سړك دپنجشېردسيندپه لويديځه برخه كې تېريدۀ ،دبحرپه سطحې لوړوالى په ځينوځايونوكې له سيندسره برابرؤ،خوترټولولوړيې ترشپږسوه فوټه پورې رسيدۀ .©لراوبر©


په سړك باندې هېڅ څارنه اومراقبت نه ترسره كيدۀ ،پرته له يوڅوبوډاګانواودهغوى تنكي عمره نمسيانوڅخه ،چې دسړك په ډېره خرابه برخه كې چېرته دسيوري لاندې ولاړؤ اودموټرله رسيدوسره سم به يې يوه بېلچه خاوره كندې ته ور وغورځوله اوبيابه بېلچه په لاس ولاړ ؤ ،سربه يې يوڅه ټيټ اوپه موټركې له مسافرينوبه يې دكاردبدل لپاره دګونځې اوبېكاره اسعاروهيله لرله .©لراوبر©


دسفرپه جريان كې موسرونه دموټرله چت ،زنګونونه موله سوېچ بورډسره په تېزۍ سره جنګېدل .


دموټرچلوونكوله يوبل سره همكاري كوله اوپه ښكاره توګه ناليك شوي قانون به پرېكړه كوله چې كوم موټروان بايددديوال غاړې ته ودريږي ،ترڅوهغه بل موټرپه مشكل سره دموټرڅخه تېرشي .


ماپه هغه صورت كې باك نه ګاڼۀ ،چې زموږموټردديوال يادغرۀ لمنې خواته دريدلاى ،خوبرعكس زموږموټروان به هروخت دلارې بهرنۍ برخه نيول اودموتردټايرونه به دهغه پاڼ له غاړې څخه يوه اېنچه لري ؤ،چې په سلګونه فوټه لوړوالى يې درلود.


Grand canyon (لومړنۍ تنګې اوژورې درې) ته په كچرباندې تلل ،په دغه سړك باندې دموټردچلولوله خطرسره يوشان دي ،لومړني دوه ساعته سفرموپاى ته ورسيداوكه رښتياووايم پدې باوري وم چې موږبه ددغه سړك له امله زخمي اويامړه كيږو،نه دطالبانودډزوله امله .


نېژدې شل مايله د درې په ښكته برخه كې غونډۍ ليرې كيدې اود(a) شكل يې غوره كاوۀ ،دسيندپه كونج كې يوجذاب كلى ؤچې دونوله امله ډېرزرغون ښكاريدۀ اوزموږپروړاندې سيمه يې له كتلوڅخه بندوله .


دقومنادان دغږ كسټ څومايله وړاندې پاى ته رسيدلې وه اوحافظ تراوسه چوپ ناست ؤ،حافظ مخ راواړاوۀ   ويې ويل چې وړاندې په هغه هسكه غونډۍ باندې دقوماندان قبرموقعيت لري ،موږله وروستني سيټ څخه سرونه ټيټ كړل ترڅوله كړكۍ څخه دغونډۍ په لوري په ځيرسره وګورو،دغوندۍ پر سردتازه ساختمان نښې ښكاريدې ،دغونډۍ په هواره برخه باندې يوتعدادموټرولاړؤاودشنۀ اسمان لاندې كوچني زرغون رنګه بيرغونه رپيدل اودشهيددقبرنښه له ورايه ښكاريده .


حافظ وويل چې دمسعوددقبرپرسرديوڅلي دجوړولوپلان هم روان ؤ،اوس يوساده قبرؤاودروان كارله امله په ګردونوكې پټ ؤ،كله چې دغونډۍ سرته ورسيدواوګردپه وركيدوشو،ددرې په لوردكلي اوددرې منظره ډېره زړه راښكونكي وه .


دپنجشېردرۀ په زياتوبرخوكې سخته له تېږوډكه منظره لري ،خودغه منظره نرمه ،له ونواوشنوبوټوډكه منظره وه ،دغه ځاى دمسعود دوروستنۍ ارامګاه لپاره ترټولوښه انتخاب ؤ.©لراوبر©


حافظ ،زه اوكريس يې يوۀ له خټوجوړساختمان ته چې دلرګيولكړو پواسطه په ټاټ باندې پټ شوى ؤ وروستو.


دپلي تګ لارې په پاى كې يومستطيل شكله كوټې ته چې دلمرڅخه دټاټ په واسطه پوښل شوې وه ،ورغلو،كوم چې واضح دمسعودقبرؤ.


زموږسره نېږدې شل تنه افغانان چې په سيمه كې ووبدرګه شول اوموږته په كتلوبوخت ؤ،دهريوۀ دكتلوله امله يوه عجيبه شيبه وه ،خوزه پدې وتوانيدم چې ددغه شيبوڅخه پاملرنه راوګرځوم اوپه هغه يې متمركزكړم چې ماله مسعودسره ليدلي ؤ.


مادمځكې تل ته وكتل اوپه مشكله سره مې ځان باوري كاوۀ چې داډول بااستعداده اوقوت لرونكى سړى دې په دغه ځاى كې دهمېشه لپاره ويدۀ وي .


دوعامې وكړه (دعيسوي مذهب نښه يادوي ،ژ) اودڅوشيبولپاره موچوپتياغوره كړه ،كله چې موږدقبرله غاړې راتاؤشوواودلمرڅړكيه زموږپه مخونوراغله ،ومې ليدۀ چې حافظ په ژړا ؤاوزماپه مخ هم اوښكې روانې وې ،پروفيسورسياف دپخوانيونظرونوڅښتن ؤ،دشورويانوپه مقابل كې دجهداپه وخت هغه د اوو ليډرانوڅخه يوليډرؤ،هغه د الانصارپوهنتون څخه چې په كايروكې ؤ،باورليك درلود.


دسعودي سخت دريزه وهبي كوچنۍ ډلې ته دهغه دعقيدې دنېږديوالي له امله، سعودي هغه ته له شخصي منابعوڅخه دمالي مرستې لامل شو.©لراوبر©


دتحصيل اودمذهبي عقيدواودپاليسيودتركيب له امله هغه ديوه پياوړي اومشهورنظامي ځواك په جوړولوتوانيد.


دفلپين دمسلمان تر ورستي ګروپ چې په كال ۲۰۰۲ كې يې درې امريكايان وتښتول دسياف د درانښت لپاره دابوسياف په نوم نومول شوى ؤ.


هغه ښه پروفيسور دچاسره چې مادلومړي ځل لپاره په راتلونكيوشيبوكې كتل ،دناوړه خپلمنځي جنګ په دوروان  ۱۹۹۶ – ۱۹۹۲ كې چې ټول افغانستان يې وران كړ،سياف خپل شهرت اوتاثيرله لاسه وركړاودكلونوپه تيريدوسره هغه خپل ځان ترټولوګوښه دپاڼ پرسرپيداكړ.


په ۱۹۹۹ كې دطالبانودپاڅون له امله سياف دمسعوددشمالي ټلوالې سره ځان يوځاى كړ،كه څه هم چې هغه په سياسي مجادله كې داصلي لوبغاړي ځاى نه درلود،بياهم ددۀ دوه زره كسيزجنګيالي دختيځ لوري ،له كابله دجلال ابادپه لوري دشمالي ټلوالې لپاره لومړى كرښه ترواك لاندې ساتله .


له سياف سره دملاقات كولولپاره مې علاقه درلودۀ ،ځكه چې هغه په كال ۹۲  –  ۱۹۹۰ كې له سعودي سره داړيكيوپه جريان كې ديوناپېژندل شوي سعودي مجاهدسره چې اسامه بن لادن نوميدۀ ،ملګرى شو،دى له پخواڅخه متعصب اودلويديځ مخالف په نوم يې دسازمان په جوړلوپيل وكړاو اسامه ددې لپاره يوازينى شتمن سړى ؤچې دمجاهيدنيودجنګي عملياتوسره يې دمالي مرستې ټټروواهه .


بن لادن هغه سړى ؤچې له ليرې څخه په چوكۍ كې ناست اودپيسوپه راليږلويې جنګ كول خوښيدل .


موږپوهيدووچې پخپله سياف دامريكادوست نه ؤ،هغه له امريكاسره دخليج په جنګ كې په ښكاره ډول كلك مخالف ؤ،خوموږدسپټمبرديوولسمې له پېښې وروسته له امريكاسره دهغه دهمكارۍ هيله لرله .


سړك كږليچي لري او ددرې څخه جلاكيږي ،اودشومالي (سيمې نوم،ژ) دښتې دمايلونوپه اندازه پراخيږي ،سړك بياسره بيليږي ،دسړك ښى لورى جبل السرج اوچپ لوري يې دګلبهاركلي ته چې دغه سهارزموږمزل ؤ،ځي .


دسياف كوچنى غولى ډېر عادي ؤخوموږته ګرم هركلى وشو،تېره شپه كريس لومړى دله مخابرې له لارې اوبيادسټلايټ تليفون له لارې دسياف له كارمندانوسره غږيدلى ؤ،ترڅوله سياف سره دليدنې وخت وټاكي .


موږ اصلي بلډينګ ته ،بيادغونډواطاق ته رهنماشوواوهلته په چوكيوكيناستو،دلنډخومناسب ځنډوروسته سياف راغى .


سياف دپنځوس كلنى په خواشاوخواكې اوداوږدې سپينې ږيرې په لرلوسره دايران حيات الله خمينايي ته ډېروته والى لري .


په انګليسي ژبه په روانه توګه غږيږي اوداسې ښكاريدۀ چې دملاقات كوونكيوسره په همدې ژبه غږديل يې ډېرخوښيږي ،كه څه هم چې سياف دترورېزم اواسامه اودهغه دالقاعده شبكې پر وړاندې په جنګ كولوكې دپام وړتبصرې درلودې ،خوكله موچې لدۀ څخه زموږسره دهمكارۍ دډول مشخصات وغوښتل ،هغه يوڅه تت شو،هغه زموږسره داسامه اودهغه دجګپوړوچارواكولكه ايمن الضواهري په لټولوكې همكاري وكړي ،خوكوم ځانګړي څه ترلاسه نشول ،مګرهغه په زياته اندازه سره غوښتل ،موږته هغه لكچروكړې چې ولې امريكادولت دافغان پخواني پاچاپه راوستلوكې مرسته ونكړي .


افغان پاچا چې له افغانستان څخه شړل شوى ؤ،اوپه روم كې يې پنااخيستې وه .


ماسياف ته وويل چې دامريكاپه دولت كې دګوتوپه شمېرخلك درد احساسوي چې پخوانى پاچادې له طالبانو وروسته په افغانستان كې اوږدمهالى رول ولوبوي ،خوپاچاښايي له طالبانووروسته سملاسي دافغانستان په ثبات كې مثبت كې اغېزولري .


دملاقات په پاى كې ما وويل ،زه غواړم چې سياف ته يوڅه مرسته وركړم،ترڅوخپلې لښكرې دراتلونكي جګړې لپاره تيارې اوزموږسره دالقاعده شبكې په لمسوللواوهغوى ته زموږپه لاس رسۍ كې مرسته وكړي .


ماله خپل بكس څخه (100,000) امريكايي ډالر رواخيستل اودميزڅخه هاوخواسياف ته مې وركړل اوهغه دخپل طبيعي خوى له امله كڅوړه واخيسته .


مادغه پيسې دشمالي ټلوالې په برعكس ډول سياف ته ځكه په خپل اصلي سپين پلاستيك كې وركړې چې هغه يې پخپلوسترګو وويني .


سياف بنډل په لاسونوكې دڅوشيبولپاره ونيؤاوپه حيرانتياسره يې ورته كتل ،بيايې سترګې پراخه اودخپل چاغ مرستيال په لوري يې مخ ور واړاوۀ ،هغه په خوښه بنډل هغه سړي ته داسې ور وغورځاوۀ لكه ګرم كچالوچې له لاسونو لرې کوي.


دسياف سترګې تنګې شوې اوماته يې وكتل ويې وې ،دالومړى ځل دى چې مادچاڅخه نغدې پيسې په مستقيم ډول اخيستي وي ،سريې پدې ډول وښوراوۀ لكه څوك چې غوليدلى وي ،ماته يې په توجه سره پداسې حال كې چې په شونډويې موسكاوه ،كتل ،موږاوچت شوواودامريكادولت سره دهمكارۍ له امله موله دۀ څخه مننه وكړه اوهريوۀ پخپل وارسره له ده سره درخصتيدولپاره لاسونه وركړل .


كريس ددۀ له سياسي مرستيال سره ديوڅودقيقولپارمعطل شوترڅودراتلونكي لپاره داړيكيوترتيبات ونيسي ،لدې وروسته مې په لار کې د دوه ساعته ټكان وركوونكي ټكر سفر سره سره ډير ځله له ځان سره وخندل.