کور / د ډيورنډ کرښه / تاريخي وينا : د ښاغلي حامد کرزي پيغام او د افغان – ولس قيام

تاريخي وينا : د ښاغلي حامد کرزي پيغام او د افغان – ولس قيام

کرزی: ډیورنډ کرښه نسته خپله دفاع نور دپولې هاغه غاړه کوو.
کرزی: ډیورنډ کرښه نسته خپله دفاع نور دپولې هاغه غاړه کوو.


  د پښتو ږغ دپاره دلته کليک وکړئ   !  
  د دري  ږغ دپاره دلته کليک وکړئ   ! 





درنو هېوادوالو!

 تاسو ته پته ده، چې دوې ورځې مخکې د افغان-ملت ټولواک ښاغلي حامد کرزي يوه  تاريخي وينا وکړه، چې په خپله وينا کې يې د ډيورند د کرغېړنې کرښې د نشتوالی او د ټول افغان-ملت يووالي ته يې نغوته وکړه، چې د ښاغلي حامد کرزي دغو څرګندونو نه دا چې په لر او بر افغان کې يې هر کلی وشو، نو همدا ډول د نړۍ ځبرځواکو ملکونو هم د افغان ولسمشر د پرېکړې پراخ ملاتړ څرګند کړ.

د ډيورند استعماري کرښه په 1893 م کال کې په استعماري چاپېريال کې په محاصره شوي افغان-ولس تپل شوې ده، چې د هغه وخت واکمنو ځبرځواکونو تزاري روسېې او برتانيايي-هند په ټينګار رامنځ ته شوې ده، چې افغان-ملت يې په دوو برخو ووېشه او دغه کرښه د افغان-ملت په زړه راتېره شوې، چې زموږ د زړونو د پرهارونو ويني يې وڅڅولې، لا څڅېږي او بهېږي، خو په ملت کې د يووالي او خپلواکي څپې لا ژوندی دي.   

وروسته له دويمی نړيوالې جګړې په نړۍ کې د دوو سوسياليستي او سرمايداري سيستمونو سيالي د دې سبب وګرځېدله چې ګڼشمېر تر ښکېلاک لاندې ملکونه د خپلواکې غږ پورته کړ، چې ګڼشمېر ملکونه وروسته له 1945 م کاله يو پر بل پسې خپلواک شول، چې  په 1947 م کال هندوستان هم خپله خپلواکي تر لاسه کړه، چې د هندي هندوستان تر څنګ پنجابي پاکستان هم رامنځ ته شو، چې وروسته بيا په 1971 م کال د بنګلدېش اسلامي هېواد هم خپله خپلواکي له پاکستاني پنجابيانو واخيسته او د کشمير خلک هڅې کوي، چې له ښکېلاکه ځان خلاص کې او د خپلواکي په مقدسه مبارزه بوخت دي. د يادونې وړ ده، چې په 1971 م کال د پاکستان پنجابيانو لږ تر لږه 1 ميليون بنګلدېشان ووژل، چې د پاکستان په وينو لړلی تاريخ جوړوي او د بنګلدېش د خپلواکي څپې. د بنګلدېشيانو پر ضد پښتنو له جګړې ډه ډه وکړه او بنګلدېشيان يې خپلواکي ته وهڅول، ځکه چې بنګلدېشيانو وروڼو د پنجابي ښکېلاک پر ضد د بنګلدېش د خپلواکي جګړه کوله، چې د پښتنو دغه مېړانه د مسلمانو بنګلدېشيانو وروڼو د تاريخ د وياړ پاڼې جوړوي.

درنو افغانانو! د ډيورند د کرغېړنې کرښې د پرېکړې يو اړخ (برتانيايي هند) دا دی څه د پاسه 60 کا له مخکې له منځه تللی، نو د ډیورند کرښه کوم قانوني بنسټ نه لري او د هندوستاني برتانيا پر ځای لږ تر لږه درې خپلواک هېوادونه (هندوستان، پاکستان او بنګلدېش) جوړ شوي دي، خو د افغان-ملت لويه برخه له هندي برتانوي ښکېلاکه خلاصه شوه، مګر په پنجابي ښکېلاک کې ښکېل شوه، چې دغه ښکېلاک افغان-ملت په دوو برخو وېشلی او ګڼشمېر افغانان د مريتوب په لومه کې ښکېل  دي.

پنجابي پاکستان نه دا چې پر پښتنو له کرښې ها پلو واک چلوي او ښکېل کړي يې دي، مګر له کــــــرښې دېخــــــوا يې هم پر افغان-ولس اور بل کړی دی او پر افغانانو پر لپسې تيری کوي. د پاکستان سينديان، بلوڅان او د کشمېر مېړنی مجاهد ولس هم د پنجابي او هندي ښکېلاک قرباني دي. درنو هېوادوالو! د ښاغلي حامد کرزي ورستۍ وينا په دغه ټولو خلکو کې هيلې رامنځ ته کړې او د أزادي ولولې يې په زړونو کې تودې کړې دي، چې نړيوال پراخ ملاتړ يې هم تر لاسه کړی، نو د دغه پېښې په اړه بې تفاوتي زموږ ستره تاريخي تېروتنه ده او بايد افغان-ملت د ښاغلي حامد کرزي دغه د أزادي او يووالي غږ په ملي پاڅون واړوي.

افغان-ولس د بشري تاريخ په اوږدو کې د خپلواکي څپې ژوندۍ ساتلي دي او نړيوال ځبرځواکونه او ښکېلاګر يې په ګونډو کړي دي. درنو هېوادوالو! زموږ ملت د مسيدونيا سکندر له پښو غورځولی، چنګېز ته يې د عبرت لوست ورکړی، برتانيايي امپراطوري يې دړې وړې کړې، په شلمه پېړۍ کې يې کمونيستي نړيوال سيستم له منځه وړی او ګڼشمېر ملکونو ته يې د خپلواکي نعمت ورپه برخه کړاو اوس د دې وخت رارسېدلی چې خپل ملت (افغان-ولس) هم له نړيوال ښکېلاک او پاکستاني پنجابه وژغوري او بيا د خپلواکي لمر پر افغان-ولس وځلوو. 

د ښاغلي حامد کرزي پيغام د پښتنو قيام په ملي غورځنګ واړوه، چې په بېلابېلو سيمو کې عامو خلکو او سيمييزو مشرانو د ولسمشر حامد کرزي د دغه تاريخي ګام هر کلې وکړ، مګر لوستي افغانان لا د غفلت په خوب بېده دي، يا هم په خپل جاهلانه محافظه کاري کې لاهو دي او د دغه تاريخي پېښې په اړه يې خپل غبرګون نه دی ښودلی او نه يې دريځ څرګند دی او فعاليت يې منسجم نه دی، چې افغان-ولس ته سمه لارښوونه وکړي. زه په دې وياړم، چې زموږ د پکتيا، کاپيسا، فارياب، مزار شريف او ګڼشمېر نورو سيمو افغانانو او مشرانو د ښاغلي حامد کرزي د ملي دريځ هر کلی وکړ او په مېړانه يې چمتووالی وښود، ژوندي دي وي د سردار محمد داود خان پچيان!!!.

درنو هېوادوالو! په شلمه پېړۍ کې د افغان-ولس د اوږدې قرباني په ترڅ کې، د نړی په ګوټ ګوټ کې ګڼشمېر هېوادونه خپلواک شول او خلکو خپلې ملي واکمنۍ جوړې کړې، چې د بېلګې په توګه کولی شو د اتحاد شوروي او سوسياليستي يوګوسلاويا دړې وړې کېدل ياد کړو، چې پر ځای يې لږترلږه 20 نوي ملکونه جوړ شول او ګڼشمېر هېوادونه لکه شرقي اروپا (چک، سلواک، بولغاريا، پولند، هنګري، رومانيا او داسې نور) د افغان-ولس له برکته د شوروي هېواد له ښکېلاکه خپلواک شول او يو شمېر هېوادونه (يمن، ألمان، ويتنام) وروسته له نا حقه بېلېدنې بيرته يوځای شول، چې دغه ټول د افغان-ملت د قرباني سياسي او تاريخي پايله وه. 

درنو افغانانو! په ياد لرۍ، چی په ټولو ملکونو کې د ملي پېښو په اړه ټول ملت يوځای کېږي او د خپل لارښود دريځ ته غاړه ږدي او ملي دريځ خپلوي، نو د ښاغلي حامد کرزي د تاريخي وينا په اړه بايد په لر او بر افغان-ولس کې پراخبنسټه ملي پاڅون سمبال شي او د خلکو سمه لارښوونه وشي، چې په دې برخه کې سولييز مارشونه او د قومي مشرانو جرګې ډېرې اړيني بريښې او افغان-ملت بايد بېړنۍ جرګه راوغواړي او خپل دريځ څرګند کړي، چې د افغان-ولس د يووالي او د پښتني سيمو د أازادي پيغام خلکو ته واوروي. 

درنو هېوادوالو! اوسمهال په سيمه کې د نړيوالو ځواکونو شتون او په افغانانو کې د يووالي هيله د دې شرايط رامنځ ته کړي، چې د پنجابي ښکېلاک په اړه غبرګون وښييو او خپل خلکو ته د خپلواکي زیری ورکړو. له صليبي ښکېلاکګرو سربه بيا وروسته ډغرې وهو، خو اوس بايد خپل خلک سره يوځای کړو او د ډيورند کرښه له منځه يوسو.

د افغان-ولس د خپلواکي په تمه

په درنښت
17-06-2008

تبصره نسته

  1. ياره كرزى صاحب، د مور شيدې دي سه، داسي د نر خبره دي كړې ده چي په خداى يو لږ څه د غيرت وينه را پكښي وچلېده. خو زه داسي مايوسه وم چي ما ول په خداى لكه چي په افغانانو كي نور غيرت نسته، خو اوس پوه سوم چي ياره كه هر څه سوي دي، خو لا په افغانانو كي د ابا او اجدا په څېر همت او ناميتوب سته.

    په مينه
    سرتېر

  2. کرزﺉ بیچاره خو د امریکا ګوډاګی دﺉ، ببرک کارمل د کرزي نه هم ډیري باټی وهلې . ګوډاګی تل خپله بی وسی او خپله ناکامی پر نورو اچوی . دا لاسپوڅی دومر ذلیل او ناکام دﺉ چی خپل جېل نشی ساتلای او داده نن ارغنداب هم په خپله توره نشی نیولی بلکی خپلو امریکایی بادارانو ته پر سجده پروت دﺉ چی لطفأ ارغنداب بیرته راته ونیسی. د ډیورند ها خوا ګوډاګیان نشی نیولای که نه ببرک کارمل به نیولی وای .

  3. خبلو سلامونه تولو افغانانو ته كه لر دي او كه بر وايمه او خداي (ج) دي وكري جه افغانان او به خاصه توكه بشتانه خبل مراد ته ورسيز او بيا دزره له كومي محترم داكتر صاحب لمر ته خبل احترامونه او سلامونه وراندي كومه او خداي دي وكري جه دد محترم وينا هر افغان را ويش كري محترما ستاسو لباره لا دير همت او توفيق غوشتونكي يوه . يقينا هم جه افغانانو ته ديره شه موقع به لاس ورغلي بايد جه استفاده ورخخه وكري
    وسلام
    به درناوي
    عبد الرحيم خان بكتياوال

  4. ښاغلی ډاکترلمر!
     سلامونه مې ومنئ زه نه تنها چې ستاسو د دې حماسي ليکنې
    ملاتړ کوم بلکې، وايم چې، په قلم مو برکت شه خوله بده مرغه چې کرزي نور اعتبارله
    لاسه ورکړی دی  هغه په کابو اوو ٧ کلونو کې د مظلمو پښتنو په ټپي زړونو دم په
    دم مالګې ودوړولې هغه زموږ د شهيد ولس قاتلينو ته نه تنها چې براعت ورکړبلکې، ورځ
    په ورځ يې پسې چاغ هم کړل يو جنګي جنايتکار يې هم لا محکوم  نه کړ چې د ولس
    باور پرې راشي کرزي داسې زموږ ګران افغانستان وشرماوه چې نن ورځ په ټوله نړۍ کې د
    اداري فصاد، نشئي توکو د توليد اوهر راز بې عدالتي مرکز ګرزېدلی دی د ده په دوره کې
    پښتنو ته له حده زيات زيان ورسېد زموږ په پښتون مېشتو سيمو کې سر پر سر د اور لمبو
    زموږ يو بل نسل له زده کړو څخه محروم کړ په ځينو نورو سيمو کې بيا زموږ پښتنو ته نه
    د زده کړې لپاره مرسته شوې او نه بهر ته د لوړو زده کړو لپاره لېږل شوي دي دشمال
    پښتانه مولا تر نن ورځې پورې خپلو سيمو ته نه شي ورتلی او په خپل کور کې بې کوره دي
    نن ټول امتيازات د افغان ولس د قاتلينو(جنګي جنايتکارانو) په اختيارکې کرزي ورکړي
    دي او په ارګ کې يې د هراتي ستميانو داسې منحوثه کړۍ له ځان څخه تاوکړې ده چې د
    پښتنو وينو ته تږي ناست دي لنډه دا چې کرزی په تاريخ کې تربل هر واکمن څخه محکوم،
    شرمينده او رټلی کس دی داچې زموږ پياوړي ولس بيا هم د ده وروستۍ عوام فرېبه وينا
    وستايله علت يې زموږ د ولس تر دوو سپوږمو رسېدل دي خو زه بيا هم په کرزي باور نه شم
    کولای دا د نورو لخوا ورکړ شوي هدايات دي چې پنجابيان هم پکې شريک ښکاري ترڅو يو ځل
    بيا پښتون په پښتون ووژني ځکه خو د بلخ والي عطا د کرزي ځرګندونې ډېر ژر تائيد کړې
    دا په داسې حال کې چې جفا کار عطا څو مياشتې د مخه د ناولي ډېورنډ د تورې کرښې ها
    خوا پنجابيانو ته ور بښله خو نن بيا دا د لستوڼي مار را ولاړيږي او د پښتنو غم
    خوري؟ نه نه نه داسې نه ده که کرزی په رښتيا د يوې لوې پښتونخوا غوښتونکی وي نو بیا
    دې خپلو انګريزي بادارانو ته ووايي چې، نور نو د ډېورنډ دا تور مار د افغان له پاکې
    سينې څخه در ټول کړه دا ځکه چې دا مرداري تاسو کړې ده تاسو يې د پاکولو مسؤليت
    لرئ 
    ګرانه ډاکتر صاحب !
    کېدای شي ما وپېژنئ زما غږبه مو خامخا له ځينو
    راديوګانو څخه اورېدلی وي چې د خپل سر په بيه د نړۍ په هر ډول تقريري او تحريري
    رسينيو کې د لراو بر د يو کېدو لپاره لګيا يم او دې ته هم تیار يم چې، د ګرانې
    پښتونخوا د ګټلو په جګړه کې تر بل هرچا لمړی زه خپلې وينې تويه کړم، تاسو باور وکړئ
    که د کرزي ادارې د هيواد سرلوړي غوښتی او په اخلاص يې لاس راکړی وای نورې سيمې خو
    څه چې مابه يوازي او يوازې د لويې پکتيا د شازلمو په اتلولي يو ځل بيا تر اټکه
    پورې  د لوی افغان واک رسولی وای خو د افسوس ځای دی چې نن ورځ نه تنها چې د
    لستوڼي ماران را تاوده شوي بلکې په خپل ګرېوان کې راته د کزي په څېر ماران هم
    وزېږېدل وګورئ کرزی له دا دومرو نړيوالو امکاناتو سره سره په خپل ارګ لا حاکميت
    نه  لري نو څنګه به له کرښې ها خوا او ړي؟
    قدرمنو لوستونکو!
    مه خپل
    مورال او معنويات له لاسه ورکوئ او مه د جمعت په ګوډاګي (کرزي) باندې باور کوئ موږ
    بايد د افغان ولس د نجات لپاره يو رښتنی اومېړنی مشر ولټوو او نور په کرزي 
    (ژړندوکي) وخت ضايع نه
    کړو٠
    بسمل

  5. کرزي ته کنځا مه کوئ ، ښايي کرزي به له تيرو پنځو کلونو راهيسي داسې يوې شېبې ته په تمه و چې نړيوال يې په ريشتيا ملاتړ اوکړي. دا ځل نړيوال غواړي چي له کرزي سره د پښتون قام په يو کولو کي مرسته وکړي . که د پښتنو يو کېدل غواړئ که غواړئ چي لراوبر دي يو لوی افغانستان شي نو د کرزي ملاتړ اعلان کړئ ، کرزي ته مورال او انرژي وکړئ تر څو د ولس د يووالي په لاره کي خنډ پېښ نه شي .
    پښتانه په لراوبر کي غريبان دي ، مګر بې غيرته نه د ي ، پښتانه که د اولاد مړۍ ونه لري خو بيا هم د ننګ لپاره جګړې ته حاضريږي ، د يووالي جګړه د ننګ جګړه ده . زه يې هرکلی کوم .

  6. سمندر صاحب!
    سلامونه مې ومنیء هیله ده چې جوړ اوسیء ورورکه!
    باور وکړیء چې، موږ څوڅو ځلې لاس په لاس خرڅ شولو نور نولږ ځان ته خیال ساتل هم په کار دي اوس نو څوک موږ نه شی غولولی، زموږ زړونه ډېر سپین دي خو ډېرو تورمخو پکې تورې تورې کرښې کش کړې لنډه یې دا چې، ستاسو د نظر مخالف نه یم خو دا را سره ومنیء چې، هیڅکله به ړنده پیشو موږک ونه نیسی کرزی د یو جوړ شوي پلان له مخې راغلی او ځی به خو زموږ اتل ولس او تاریخ به تل ژوندی وي یو ځل بیا وایم چې په کرزي حساب کول ستر جرم بولم .

  7. کرزي ته لاس ورکړئ ، ملا يې وتړئ ، دا خبره په تيرو سلو کالو کي يوه پښتون مشر نه وه کړې . دعا وکړئ چي بريالي شو

  8. سلام محترمو دلر اوبر پانه شه معلومات لري زما ديره خوخه شوه او
    خداي(ج) دي وكري چه نور پشتانه هم راويش شي . په درناوي_

  9. دلر اوبر ویبپاڼی تولو کارکوونکو ته سلامونه کوم .
    وروسته زه غواړم دجناب کرزی
    صاحب دمهمو خبرو هغه مهم ټکی لږ واضح کړم
    ګرانو هیوادوالو : د اولسمشر کرزی
    صاحب خبری مو واوریدی یا مو ولوستی هغه دهر چا تحلیل چی څومره څه یی تری زده کړل او
    یا څه غبرګون پری وښوده خو زه شخصا دا وایم چی کرزی صاحب دا دومر ه ویده وه او که
    ولی ؟ یا داخبری دده نه دی او که دده دی نو دا دومره وخت ده څه کو ل او ولی یی په
    لومړی ورځ دپاچاهی داخبری نه کولی چی اوس ددی ملک غمخور شو،هغه وروستی دوری خو
    پریږده دجناب کرزی صاحب په دوره کی له یو لک نه زیات افغانان په شهادت ورسیدل او د
    دوره لکو نه زیات زخمیان شول د دوره لکو نه زیات بی کوره شول نو اوس دی داخبره کوی
    چی باید له ښکیلاکګرو پنجیابیانو نه خپل ملک خلاص کړو نو دلته سوال دا پیدا کیږی چی
    دا شپږ کاله ده ولی څه نه ویل .
    دافغانستان دازادی یواځینی عامل خارجی پوځیان او
    امریکایان دی چی کومه ورځ دوی او دوی نه پاتی شوی ګوډاګیان  له دی ملک نه ووځی
    نوپه هغی ورځ به په افغانستان کی یوسوچه اسلامی نظام جوړیږی .
    کرزي صاحب دخپلو
    خبرو په وخت کی داهم وویل چی زمونږ ملت دمسدونیا سکندر له پښو غورځولی وه ،چنګیز ته
    یی هم دعبرت درس ورکړی و،دبریتنیا امپراطوری یی هم دړی وړی کړی وه او په شلمه پیړی
    کی یی کمونیستی رژیم ته یی هم عبرتناکه سزا ورکړی ده اودکمونیستی رژیم له نسکوریدو
    سره زیاتو هیوادونو دخپل استقلال بیرغونه اوچت کړل او په اخر کی کرزی وویل چی اوس
    زمونږ هیواد باید دپنجابیانو له استعمار څخه خلاص کړو ، داخبره خو دکمزور عقل
    خاوندان کو ی ته خو دیو پوره عقل خاوند یی ته ولی داخبری کوی ،زه د ډیر کم عمر یم
    خو الله دومره عقل راکړی ده چی ددی خبری جواب درکړم چی دا خبر ی ستانه دی او نه ته
    دومره جرات کولی شی چی دا خبری وکړی ستا غیرت مونږ ته په دی شپږکلنه دوره کی معلوم
    شو .
    په اخیر کی دا دوعا کوو چی یاالله یارحمن یارحیم ته زمونږ هیواد له دی
    یهودو اونصاراو او د دوی له ګوډاګیانو نه زر تر زره خلاص کړی او الله  دی
    مجاهدین چی پر هر نامه یی دوی نوموی او چی په هر ځای کی وی ته اوکامیاب بریالی او
    سرخروده ولری .
    دیو ازاد او خپلواک اسلامی افغانستان په هبله

  10. .


    د ګرانو لوستونکو هيله کوو؛ چي د امتحاني تبصرې پر ځای راساَ خپل هغه وليکي !

  11. دلر اوبر ویبپاڼی تولو کارکوونکو ته سلامونه او نيكي هيلي وړاندي کوم .
    ګرانو هیوادوالو : د اولسمشر کرزی صاحب خبری به مو اوریدلي یا به مو لوستلي وي هغه دهر چا تحلیل چی څومره څه یی تری زده کړل او یا څه غبرګون پری وښوده خو زه دا وایم چی کرزی صاحب دا خبره به دي هغه وخت كړي واي چي په لومړي ورځ واك په لاس درغلي دجناب کرزی صاحب اوس او بو ورخ وړي دي ستاسو په دوره په كندهار كي 25000 زره ځوانان په شهادت ورسيدل 3000 زره كونډي پاته سوي 10000 معيوبه سول زیات كورني بی کوره شول خداي خبر لانور به څه پيښيږ ي داوه ستاسو ددوري نتايج په كندهار كي داچي په افغانستان كي څومره؟معلومات نه لرم./
    نو اوس دی داخبره کوی چی باید له تور مخوو پنجیابیانو نه خپل ملک خلاص کړو نو كرزي صاحب سر كه خلاص ته لومړي خپل شاه وخوا وګوره چي ستا پر شاه وخوا څوك راټول دي كه سر واره هر څومره ناري ووهي په څنك دي د ( اي اس اي ) بډاګيان راټول كړي دي فكر وكړه دخداي روي دي …………. جناب كرزئي صاحب
    په اخیر کی دا دوعا کوو چی یاالله یارحمن یارحیم ته زمونږ هیواد له دی یهودو اونصاراو او د دوی له ګوډاګیانو نه زر تر زره خلاص کړی او الله دی مجاهدین پاك مجاهدين نه مجاهلين . کامیاب بریالیتوب دي په دي خاطر دالله څخه غواړم چي كندهار ي مجاهد يي پلار دي مجاهد دي
    دیو ازاد او خپلواک اسلامی افغانستان په هبله

  12. Da shaghali Wror Dr.Lmar tsakha mana kawam chi da Hamid Karzi dariz ye da Dewrand da narawa karshi pa hakla bayan kar.Pa sola bandi Da soli lar ikhtyarawal da tori warai di.Da dagha yew roon sabut Gandi jee woo chi da inglis tsakha ye hind berta wagata.Moj pa pashto ki matal laroo,chi NARMA GHARA TOORA HUM NA SHI WRALAI. Mahmood khan ta pa kar da chi os pashtana pa Sweli Pashtoonkhwa ki SOLEIZ MARCHO AW LARYOONOONO ta ra wa basi aw da khpal olas da aazadi Elaan wa Punjab ta aw malgaroo milatoono ta wakri.
    Pa dranasht

  13. TA DER NAWALAI INSAN YE NASEER AHMAD,YOW WARE KHO KABUL TA RASHA BIYA BE GORO

  14. Lmar you are such an idiot