د کندهار ښاري محکمې څلور پوليس په اعدام محکوم کړل
د کندهار ښاري محکمې هغه څلور پوليسو ته د اعدام سزا وړاندې کړه، چي دوه کاله وړاندي يې په شاوليکوټ ولسوالۍ کي درې مېله وال وژلي وه.
پر يادو پوليسو تور وو، چي ياد مېله وال يې د سربند په سيمه کي د هغوئ د موټرونو، پيسو او مبايلونو په موخه وژلي او وروسته يې د هغوئ کورنيو ته ويلي، چي وژل سوي کسان وسله وال مخالفين وه.
په علني محکمه کي شپږ پوليس او يو د ملي امنيت سرتېرى تورن وه، چي د مؤظف څارنوال په وينا، هغوئ په خپلو اعترافو کي منلې، چي پنځو پوليسو يې مېله وال وژلي دي.
دغه کسان ټول د شاوليکوټ ولسوالۍ دسربنددسيمي د يوې پوستي عسکردي، دوي دننۍ محکمې په جريان کي پرځان لګول سوي ټول تورنه بي اساسه وبلل اوپه دې برخه کي داجراتوغوښتونکي وو.
خوخپله دوژل سووکسانودکورنۍ غړي وایې،چي تر وژل کیدوورسته يادوپوليسو ورته ویلي وو،چي ددوي دکورنۍ غړي وسلوالو نيولي اوپه چمن کي دي اودوي يې دلسو لکو پاکستانیو کالدارو په بدل کي راخوشي کولای سي،چي بلاخره يې دوي ته دلسولکو کالدارو ورسته دکورني دغړوجسدونه ورکړل.
دوي په خپلوخبروکي نيول سوي کسان دکورنۍ دغړو په وژل کيدوتورنه ول
دکندهاردښاري محکمي ریس دداړوغاړوتردلايلواوريدلوورسته پريکړه صادره کړل اوپه دي پيښه کي يې دلاس لرلوپه توردشاوليکوټ ولسوالۍ څلورتنه پوليس دقتل په تورپه اشدمجازت يعني اعدام محکم کړل يوتن يې په دوه کاله تنفذي بندمحکوم کړي اويودملي امنیت کارکونکي اويوبل کس ته يې برات ورکړي
ديادونې وړه ده چي دغه کسان څه موده مخکي هم محکمي ته حاضرسوي وو،چي دپلټنودنه بشپړيدوله امله يې سزاوی نه وي ټاکل سوی.