کندهار:پرملي امنیت ځانمرګي بریدګر ځان ته چاودنه ورکړې
په کندهار کي په وسلو او چاودېدونکو توکو سمبال ځانمرګي بریدګر چاودنه وکړه
د کندهار د والي ویاند دواخان مینه پال وايې نن سهار اوه بجې یو تن ځانمرګي برید کوونکي ،چي چاودېدونکي توکي يې پر ځان تړلي وه،غوښتل د افغان ترک لیسې د لاري د کندهار ملي امنیت ته ننوزي او هلته ځان ته چاودنه ورکړي،خو د ملي امنیت او ځانمرګي بریدګر تر منځ ډزي سوي دي
نوموړي وايې،ځانمرګي بریدګر وروسته په یوه کور کي ځان ته چاودنه ورکړې،خو مرګ ژوبله يې نده اړولې
باید وویل سي ،چي تر دې وړاندي دکندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي هم پنځو ځانمرګو برید کوونکي د سرحدي ځواکونو پر لوژستیک مرکز د برید په ترڅ کي وژل سوي وه.