په شاوليکوټ کې سېلابونو ٣٠٠٠ جريبه کرنيزه ځمکه وړې ده
په کندهار کې د تېرې جمعې د ورځې راهيسې سختو او شديدو بارانو د ځاني زيانونو په ګډون مالي زيانونه اړوي، چې تر ټولو لوړ پکې د کرنيزو ځمکو له منځه وړل دي.
ويل کېږي، چې دغه بارانو د يکشنبې په سهار د شاوليکوټ ولسوالۍ په وچ باغتو سيمه کې شوي او وروسته ترې سېلابونه راغلي.
د امنيې قوماندانۍ سرچينې وايي، چې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې درې موټران، يو ټراکټر، دوه کورونه، يو مسجد او يو باغ هم له منځه وړل شوى دى.
دا سېلابونه په داسې مهال خلکو ته زيانونه اړوي، چې د جمعې د ورځې د شپې د څلورو بجو څخه تر اوو بجو پورې د سختو سېلابونو د ځپوونکو سره تر اوسه مرستې نه دي شوي.
په دغه سېلابونو ٩٣ کورونو او څلور دوکانونه نړولي او يو کوچنى يې وژلى او اووه نور يې ټپيان کړي دي.
چارواکي وايي، چې دغه سېلابونه زيات يې د لويې ويالې په برېښنا کوټ او د پنځلسمې ناحيې په يخ کارېز سيمه کې راغلي دي.
د لويې ويالې اوسېدونکي نظرمحمد، چې د باران د سخت اورښت له امله يې کور نړېدلى وايي، چې د سوبې د بندېدو له امله اوبه ډېرې شوې او پر کورونو ورغلې.
هغه زياته کړه، چې د سوبې په منځ کې زوراکانو څلور دوکانونه جوړ کړې او ښاروالۍ يې په وړاندې وس نه درلود.
د همدې سيمې اوسېدونکي نورمحمد په دې برخه کې د چارواکو پر بې غوري نيوکه کوي او زياتوي، چې پنځلس ورځې مخکې يې ښاروالۍ ته په دې اړه خبر ورکړى وو.
دده په وينا، چې کور يې نړېدلى او ټول سامانونه تر خاور لاندې دي، خو تر اوسه هيچا مرسته نه ده ورسره کړې، يوازې ځينې کسان د سروې په نوم راشي او بيرته ځي.
د يخ کارېز د سيمې اوسېدونکي بيا وايي، چې هلته د نوشان ويالې د ډکېدو له امله اوبه مخ پر کورونه ورغلي.
ددغې سيمې يوه معلول اوسېدونکي عبدالسلام وويل، چې زرګونه افغانۍ زيان ورته اوښتى او هم يې کور نړېدلى دى.
هغه د دولت څخه د کور جوړولو غوښتنه کوي او زياتوي، چې د نوشان ويالې پر څنډو خپلسري کورونه جوړ شوي دي او وياله يې کم بره کړې ده.
د کندهار ښاروالۍ مسولين ددې ستونزې د رامنځته کېدو په غبرګون کې د نهمې ناحيې مدير عبدالمحمد او د دريمي ناحيې مدير شفيق الله په خپلو دندو کې د غفلت له امله له دندو ګوښه کړل.
د کندهار ښاروالي مرستيال محمد نيسم رضايي وايي، چې ددې سره په خوا کې يې د امنيې قوماندانۍ په مرسته په يخ کارېز او لويه وياله سيمه کې تر ٢٥ زيات کورونه له خطره ژغورلي.
هغه زياته کړه، چې د نهمې ناحيې مدير په برېښنا کوټ سيمه کې د سوبې پر سر د خپلسرو دوکانونو د جوړېدو په اړه هم ښاروالۍ ته خبر نه وو، ورکړى، نو ښکاره غفلت يې کړى دى.
په کندهار کې د پېښو په وړاندې د چمتوالي رئيس محمد هاشم سدوزى هم وايي، چې د سېلاب د راتګ او موانعو په اړه يې ښاروالۍ ته په مکتبوبي ټول خبر ورکړى وو، خو هغوئ پر وخت اقدام ونه کړ.
هغه زياته کړه، چې د پېښې سره سم يې لاس په کار شوي او د هر نړېدلي کور خاوند ته يې لس زره افغانۍ او د وژل شوي کوچني کورنۍ ته يې پنځوس زره افغانۍ ورکړي دي.
دده په وينا، چې هلته يو شمېر موسسو هم سروې کړې ده، خو وروسته به تصميم ونيول شي، چې مرستې ورسره وشي کنه ؟
په همدې مهال د کندهار د کرنې او مالدارۍ رئيس انجنير احمد شاه روشن په دغه ولايت کې د سېلابونو له امله د کرنيزو ځمکو او کښتونو د له منځه وړلو خبر ورکوي.
هغه که څه هم په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د زرګونه جريبې کرنيزې ځمکې د له منځه وړلو په اړه ناخبرې وښوده، خو زياته يې کړه، چې په دې اړه يې يو پلاوى څېړنه کوي.
دده په وينا، چې د څېړنې وروسته به معلومه شي، چې څومره زيانونه يې اړولى، خو زياتوي، چې دغه بارانونه او شديد باران، د باغونو، کښتونو او پالېزنو لپاره ډېر زيان اړوي.