په وردګو ولايت کي MDC خپل کار پيل کړ
عطاالله محمدي
په میدان وردګو ولایت کې نن ( چهارشنبه) په جوړه شوي پرمختیایي غونډه کې
MDC مؤسسې د ساحوي دفتر مشر محمد نادر همت د دغه ولایت والي او د ملکي
ادارو او مرستندویه مؤسسو مسؤلینو ته ور وپېژندل شو او په رسمي ډول یې په
دغه ولایت کې خپلې چارې پیل کړې .
د MDC مؤسسې د میدان وردګو ولایت د دفتر مشر ښاغلي محمد نادرهمت وویل:
اداره یې په دوو برخو ماین پاکونې او همدا راز د نیالګیو په موسم کې د نیال کینونې به برخه کې کار کوي .
هغه زیاته کړه، دوی اوس مهال په دغه ولایت کې دوه اویا تنه کاري ډله لري،چې د دغه ولایت په څلورو هغو سیمو کې،چې په بېلابېلو وختونو کې په کې ماینونه او ناچاودیدلې مرمۍ پاتي شوي،کار کوي .
نوموړی د میدان وردګو والي او د دغه ولایت ټولو ادارو ته ژمنه ورکړه،چې ټولې چارې به د دوی سره په پوره هغمږۍ ترسره کوي .
په جوړه شوي پرمختیایي غونډه کې د پوهنې رئیس بیا په دغه ولایت کې ۳۴۰
ښوونځیو ته د احاطو او ۱۸۲ ښوونځیو ته د ودانیو د نشتوالې خبر ورکړ.
نوموړی زیاته کړه،په دغه ولایت کې یې همدا راز ۳۲۱ ښوونځي یې د پاکو اوبو
څاه ګانې او ۲۷۸ ښوونځي یې د تشنابونو له نشتوالې سره مخامخ دي .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د خپلو خبرو پرمهال د MDC
مؤسسې څخه مننه وکړه،چې په دغه ولایت کې یې خپل فعالیت پیل کړ او ډاډ یې
ورکړ،چې د دوی هرې ستونزې ته به ولایت مقام په پوره توګه ځواب ووایي.
نوموړی همدا راز د پوهنې رئیس ته لارښوونه وکړه،چې د پوهنې وزیر لخوا ورته منظور شوي ۲۰ ښوونځي ژر تر ژره په ګوته او اړونده وزارت ته یې واستوي.
ده همدا راز یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې د منظورو شویو پروژو چارې تعقیب کړي،ترڅو د پلي کولو چارې ژر تر ژره پیل شي .