د انتخاباتو قومي کول ډیر خطرناک دي
عطاالله محمدي
د کابل چاپ د نن ورځې اکثرو ورځپاڼود جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو او د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د لومړنیو نتایجود اعلان په اړه لیکنې خپرې کړي.
ملي ارمان:
ملي آرمان غیردولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي؛ چې د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو د کاندیدانو انتخاباتي مبارزې سبا پیلیږي او یوویشت ورځې به دوام وکړي.
په دې اړه مطلب کې د انتخاباتود خپلواک کمیسیون د مسوولانو له قوله ویل شوي چې؛ هیڅ یو کاندید حق نه لري چې د خپل انتخاباتي کمپاین پرمهال له لس ملیونه افغانیو څخه ډیرې پیسې ولګوي.
ملي آرمان په خپله سرمقاله کې هم د انتخاباتو مساله را اخیستې او وایي چې، د انتخاباتو قومي کول ډیر خطرناکه دي.
د سرمقالې د لیکوال په باور، د لومړي دور انتخاباتو په ترڅ کې قومي او ژبني مسایل مطرح نه وو او په دویم دور کې هم باید دې موضوع ته ډیر پام وشي.
محور:
محور غیردولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د نتایجو اعلان ته ځانګړې کړې او وایي چې، ولایتي شوراګانو ته ګڼ شمېر بریالي شوي کسان هغو څیرو پورې اړه چې اوس مهال په واک کې دي.
د سرمقالې لیکوال لیکلي، ولایتي شوراګانو ته ډېر شمېربریالي شوي د تیل ود مافیایي شبکې برخه او په افغانستان کې د تور بازار کار او باریان دي.
محور په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو کې ولایتي شوراګانو ته یوشمېر هغه بریالي شوي کسان هم معرفي کړي چې؛ د ملي شورا یوشمېر غړو او ځینو حکومتي چارواکو پورې مربوط کسان دي.
محور ورځپاڼې، “د رایو د نویو کارتونو ویشل نا ممکنه کار دی”؛ ترعنوان لاندې یوه بله لیکنه هم خپره کړې.
هېواد:
هیواد دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکا له سفیر جیمز کننګهم سره د ولسمشرکرزي د لومړي مرستیال د لیدنې او د دویم دور انتخاباتو پرمسالې د خبرو په اړه یوه لیکنه خپره کړې.
په دې اړه مطلب کې د محمد یونس قانوني په حواله ویل شوي چې؛ د دویم دور انتخاباتو لپاره تیاری روان دی او هڅه کیږي چې، د لومړي دور انتخاباتو په شان په ښه ډول ترسره شي.
هېواد د دویم دور انتخاباتو په هکله د جمهور رییس کرزي له دویم مرستیال سره په افغانستان کې د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د لیدنې په اړه هم لیکنه خپره کړې ده.
په دې اړه لیکنه کې کریم خلیلي اویان کوبیش په دویم پړاو شفافو انتخاباتو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې، د خلکو پراخ ګډون په کې مهم او ضروري دی.
سرنوشت:
سرنوشت غیردولتي ورځپاڼې هم خپله سرمقالې ولایتي شوراګانې؛ “ټوپکواکي او ډيموکراسي” ترعنوان لاندې لیکلې.
لیکوال لیکلي چې، د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو له نتایجو ښکاري چې بریالی شوي کسان ترډېره د لوړ پوړو دولتي چارواکو؛ وکیلانو، سناتورانو او نورو لوړ پوړو چارواکو خپلوان دي.
د لیکوال په باور، ولایتي شوراګانو ته د بریالي شویو کسانو یوه لویه برخه هغه پانګه وال دي چې؛ په تېرو دیارلسو کلونو کې یې ډیرې پیسې پیدا کړي.
د لیکوال په باور، دا کسان به هیڅکله ونه شي کړی چې؛ رښتینې ډموکراسۍ ته ژمن او د خلکو اراده په سمه توګه تمثیل کړي.