کور / تازه خبرونه / پكتيا: د ښوونځي نوى تعمير ګټي اخيستني ته وړاندي سو

پكتيا: د ښوونځي نوى تعمير ګټي اخيستني ته وړاندي سو

د ګرديز د كډوالو په نوي ښارګوټي كي د ښوونځي نوى تعمير په كار ولوېدئ.
په هغه مراسمو كي چي د پكتيا د والي ترڅنګ د علماوو، ښوونكو او ولايتي شورا رئيس او نورو چارواكو ګډون پكښي كړى و، د پكيتا د ولايتي بيا رغوني له خوا د يو ښوونځي نوى تعمير پرانيستل سو.
د پكتيا د والي وياند روح الله سمون لر او بر ته وويل دغه تعمير چي ۱۶ درسي او ۸ بابه اداري خوني لري، په شپږ جريبه مځكه كي د ولايتي بيا رغوني يا پي، آر، ټي له خوا د درې لكه او پنځه زره امريكايي ډالرو په لګښت د شپږو مياشتو په موده كي جوړ سو.
د ښاغلي سمون په وينا د دې نوي تعمير په جوړېدو به د ښوونځي د زده كوونكو او استادانو د ځاى ستونزه پر يوه مخ حل سي.