ازاد شعر

د لراوبر اداره | جون 15th, 2008


که وي زیبا مخونه
او یا بدرنګ مخونه
هیڅ تفاوت یی نکړی
ښکارکوی یی
څومره په عدل او انصاف
په سره غرمه کی
له ستړیا ډکي
دګران لوګری خولي
او هم ښکاریږي پکښي
دخیالی ناوی
دسپین رخسار پلوشي
دا ددنیا هینداره
دا دهرچا
دا بیوفا هینداره
خو زموږ نوئ ژوندون
او زموږ نوئ پړاؤ
چه په قیامت یادیږي
یوه هینداره زموږ
ده بی پروا هینداره
دا ابدی
دا دبقا هینداره ښیی سپیڅلي
اوهم بدرنګ مخونه
صرف دمعنی په لحاظ




 جنوبی پښتونخوا مسلم باغ

Copyright Larawbar 2007-2024