کندهار: ملي امنيت ډاياګ ته ٢٨٠ ميله وسله وسپارل
د کندهار ملي امنيت هغه سپکي او درنې وسلې د ډاياګ يا بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارلې، چې د بېلا – بېلو عملياتو پر مهال يې نيولي وې.
چارواکي وايي، چې دغه وسلې ٢٨٠ ميله ده، چې په ښار او ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو څخه ترلاسه سوې ده.
د کندهار مرستيال والي عبدالقديم پتيال د ډاياګ مسول ته د يادو وسلو د سپارلو پر مهال وويل، چې دغه وسلې په تېرو شپږو مياشتو کې د ملي امنيت د استخباراتي معلوماتو او عملياتو پر مهال نيول سوي دي.
هغه زياته کړه، چې عمليات په کندهار ښار او ولسواليو کې سوي، چې په پايله کې يې ګڼ وسله وال مخالفين هم نيول سوي دي، خو کره شمېر يې ياد نه کړ.
په ورته وخت کې د جنوب لوېديځ زون د ډاياګ يا بې وسلې کولو د پروګرام مسول جنرال عبدالقيوم پوپل وايي، چې د ور سپارل سويو وسلو څخه به د افغان ځواکونو اړتياوي پوره کوي.
هغه زياته کړه، چې دوى سمي او ناسمې وسلې جلا کوي او د خرابوالي په صورت کې زړې وسلې بيرته جوړوي.
دده په وينا، چې د خرابو وسلو د ترميم لپاره عصري او معياري د تخنيکي ورکشاپونه لري.
د يادونې وړده، چې تر دې وړاندې د کندهار امنيې قوماندانۍ هم د ډاياګ پروګرام ته لسګونه وسلې سپارلي وې.
دا هغه وسلې دي، چې د وسله والو مخالفينو څخه د جګړې په ډګر کې نيول کېږي.