خوست:لوی پل ګټي اخیستني ته چمتو سو
په خوست ولایت کي یو لوی پل تر جوړېدو وروسته ګټي اخیستني ته وړاندي سو
دغه پل چي د ګلزار اقا په نوم دي ۶۰متره اوږدوالي لري،چي دپنځویشت میلیونه درې سوه زره افغانیو په ارزښت جوړ سوی دئ

د خوست والي عبدالجبارنعيمي وايې دغه پُل دولايتي ادارې په هڅو او دنړيوال بانک په مالي لګښت د(٢٥٣٠٠٠٠٠) پنځه ويشت ميليونه درسوه زره افغانيو په ارزښت د٦٠ مترو په طول او د٨ مترو په عرض سره جوړ شوى چې په ٩مياشتو کي يې دجوړيدو کارونه بشپړسول.
یاد پل د سیمي خلګ خورا ګټور بولي او په دې برخه کي د ولایتي ادارې څخه د منني ترڅنګ د ورته نورو پروژو د عملي کولو غوښتنه کوي.
