په هلمند کې نشه يي توکي نېول شوي او سوزول شوي.

رحيم ګل څاروان | جون 15th, 2008


د کورنیو چارو وزارت له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ملي پولیسو د هلمند په ولایت ۱۰۵۶ کیلو ګرامه اپین او ۱۰۶۰ کیلو ګرامه جرس د یو لړ عملیاتو په ترڅ نېولي دوی دا نشه يي توکي په دیشوي ولسوالۍ کې نورو توکو سره یو ځای ضبط کړي. د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره دمبارزی مرستیال جنرال داود داود ویلي چې د کورنیو چارو وزارت دنشه يي توکو ځانګړی قطعه د هر ډول عملیاتو توان لري. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دوی ددی پېښې په اړه دری تنه شکمن هم نېولي ، دوی د نشه يي توکو له نېول کیدو وروسته همدا شمیره نشه يي توکي سوزول شوي.

Copyright Larawbar 2007-2024