کور / تازه خبرونه / دپاکستان لومړي وزیر د ولسمشر کرزي په خبرو غبرګون وښود.

دپاکستان لومړي وزیر د ولسمشر کرزي په خبرو غبرګون وښود.

دپاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني نن سمدستې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي له خبرو وروسته په اسلام اباد کې یوه تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې غبرګون ښودلی پاکستاني لومړي وزیر ویلي چې دوی به هیڅ چا ته اجازه ورنه کړي چې د پاکستان په خاوره کې مداخله وکړي ، هغه ویلي چې دوی د هیڅ یوه هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه به څوک پریږدي چې په پاکستان کې مداخله وشي. یوسف رضا ګیلاني ویلي چې دوی هڅه کوي د افراطیت په وړاندې و جنګیږي هغه ویلي چې پاکستان دافراطیت په وړاندې جګړه نه یوازی دامریکې د خوشالولو لپاره کوي بلکې د خپل هیواد اړتیا یې هم ده.


ولسمشر حامد کرزي نن په کابل له غرمې مخکې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو چې دوی به له دی وروسته د پولې خیال ونه ساتي او وسلوالو سره به له پولې ها خوا وجنګیږي. پاکستان څو ځلې د بهرني نظامي فعالیتونو د پېښېدا ممانعت کړی تیره اوونۍ په اسلام اباد کې یو لاریون هم ترسره شو پدغه لاریون کې د امریکايي ځواکونو غندنه کیده چې ولې یې په مومند ایجنسۍ کې یوولس پاکستان سرتیري وژلي. امریکايي ځواکونو هم ادعا کړی وه او ویډیو یې خپره کړی چې لیدل کیدل پکې پاکستاني اړخ په ایتلافي ځواکونو توغندي توغوي.