کندهار: ۱۰۰ ټنه تر وخت تیر خوراکي توکي او درمل سوځول سوی
په کندهار کي په روان کال کي شاوخوا ۱۰۰ټنه تاریخ تېره او بې کیفیته توکي سوځول سوي
دکندهار ښاوالۍ ویاند زمری څرګند وایې ددې لپاره ،چي خلګو ته يې ښه خدمات وړاندي کړي وي په دې لړ کي يې د تاریخ تیره او بې کیفیته خوراکي توکو او درملو د راټولو کمپاینونه پیل کړي دي
هغه وايې دغه کمپیاینونه يې په بیلابیلو وختو کي ترسره کيږي،چي د روان کال په تیرو دریو میاشتو کي يې شاوخوا سل ټنه بې کیفیته او تاریخ تېره توکي راټول کړي او سوځولي دي

نومړي وايې هغه کسان ،چي د قانون څخه يې سرغړونه کړې نقدي جریمه کړي هم دي،چي هره اونۍ د شلو زرو په شاوخوا افغانۍ يې د جریمې په توګه ترې راټولي کړي دي.
ښاغلي څرګند وايې د پرلپسې کمپیانونو او د نقدي جریمې په پایله کي تر ډېره د تاریخ تېره او بې کیفیته توکو د راوړولو او خرڅولو مخه نیول سوې ده
خو دکندهار د عامي روغتیا رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا د تاریخ تیره ،بې کیفته خوراکي توکو او درملو شتون لا هم د اندیښنې وړ ګڼي

هغه وايي ډيري سوداګر بې كيفيته درمل او خوراكي توكي كندهار ښار ته راوړي چي د روغتيا په برخه كي يي ګڼي ستوزي زيږولي دي
دده په خبره ،چی زموږ سوداګر لا اوس هم د بازار د عرضا او تقاضا څخه ناخبره دي او دومره توکي راوړي ،چی بیا يې خرڅولای نسي.
د يادوني وړده، چې په کندهار کې تر ډېره بې کيفيته او تر وخت تېر خوراکي توکي د خلاصو سرحدونو د لارې په قاچاقي توګه راوړل کېږي. چي دغه خلاصو سرحدونو د امنتي ستونزو ترڅ په روغتیایی برخه کي هم ستونزي زيږولي دي.