کور / سياسي / سهارګاه ده او غربي رسنۍ ورو – ورو له خوبه راپاڅي

سهارګاه ده او غربي رسنۍ ورو – ورو له خوبه راپاڅي

آیا متوسط امريکایان او اروپایان دومره ناپوه دي چي پسله شاوخوا ۱۲ کاله يې اوس هم مېډېیا د خپل مهارت له برکته غولوي او که څه کیسه ده؟
یو له افغانستان له حاله ناخبره څوک چي درڅخه وپوښتي چي د کوم ځای يې او افغانستان ورياد کړې، نو اکثره وخت يې عکس العمل داسي بڼه لري: “Oh Afghanistan! Taliban, Taliban! Is America doing good things there or bad?” د ښو او بدو پوښتنه ساده او په زړه پوري ده، ځکه هرڅوک د جزیاتو په لټه نه دي، اکثریت فقط د ‘ښه يا بد’ يا ‘هو یا نه’ جواب غواړي واوري. خو دغه پوښتنه پېچلې هم ده، ځکه د سهي جواب لپاره پخو اسنادو او د قناعت وړ دلایلو (argumentation) ته اړتیا سته . که د پوهي خبره سي، نو غربي ژورنالیستان خو د نړۍ د مخکښو پوهنتونو څخه فارغ سوي او په دې باب يې کافي زده کړي کړي دي. دوی ولي حال نه وايي؟ ښايي قصداً يې ځانونه کاڼه اچولي وي، څو د ځينو موادو د خپرولو له امله سیاسي ادارې د غوږ پېچ ورنه کړي .خو څو تر څو به ځانونه کاڼه اچوي؟

تر هغه چي ولس يې ملګريتوب وکړي. اصلي قوت د ولس په ږغ کي دئ او کله چي ولس په تکراري توګه انتقاد وکړي، نو مشکله ده چي رسنۍ دي بیا هم پر یو شمېر حقایقو سترګي پټي کړي. دا چي غربي رسنۍ باید غربي ولس ته تر یوې اندازې سهي جواب ووايي، نو ورو – ورو یو شمېر حقایق خپروي. دغه خبره د لاندینیو دوو په زړه پورو حقایقو څخه په ډاګه کيږي.

لومړی د The Wall Street Journal د خبريال ‘اناند ګوپال’ ژورنالیستيکي فعالیتونه دي . خبریال ګوپال افغانستان ته تللئ، پښتو يې زده کړې، ږيره يې پرې ایښې او څلور کاله يې هلته ډېر څه ولیدل او ثبت کړل. نوموړي په No good men among the living نوم یو کتاب لیکلئ چي پکښي د درېیو افغانانو کیسه بیانوي: یو تن طالب مشر دئ . دوهم پخوانی والي او محلي قومندان دئ چي له روس سره جنګېدلئ او په تیره لسیزه کي يې له امريکایانو سره کار کاوه. درېیم مېرمن هيله اڅکزۍ ده چي په ۱۹۷۲ میلادي کال کي زېږېدلې، د اقتصاد له پوهنځۍ فارغه سوې، تر فراغت وروسته استاده وه او د روس له یرغل سره سم بیرته تر ډېره پر کور کښېناسته.

پخوانی محلي قومندان چي د ارزګان والي و، د والي توب له دندي د هالنډي ځواکونو په امر ليري سو، ځکه چي تاریخچه يې له اداري فساد او نورو منفي کړنو څخه ډکه وه. ولسمشر حامد کرزي دغه والي کابل ته ور وغوښت او د ارزګان د والي توب دنده يې داسي چاته وسپارله چي تاریخچه يې تر هغه لومړني تن ښه وه، خو ستونزه دا وه چي په ارزګان کي د تازه مقرر سوي والي پر خبره چا غوږ نه نيوئ. له دندي ګوښه سوئ والي چي د اداري فساد له امله بېکاره سو، د کابل تر تګ وروسته پر دې بریالی سو چي له امريکايي فوځونو سره راکړه ورکړه پېل کړي. په دې ډول امریکا او غربي ملګرو یو پر بل متضاد فعالیتونه کول چي ګټه يې په صفر کي ضرب وه.

د ژورنالیست ‘اناند ګوپال’ تر راپورونو او ذکر سوي کتاب تر څنګ د غربي رسنيو د ورو – ورو راپاڅېدو بله بېلګه په افغانستان او پاکستان کي د The New York Times د ژورنالیستي ‘کارلوتا ګال’ فعالیتونه دي. خبرياله ګال په Wrong Enemy نومي کتاب کي په افغانستان کي د غربي نړۍ کمزورۍ او له لاسه وتلي چانسونه په خورا مهارت سره رانغاړي. د دې په وینا غرب یوه خورا لویه ستراتيژیکه غلطي کړې. وايي کله چي د امريکا استازی ‘ريچارډ هولبروکه’ په پاکستان او افغانستان کي وو، نو ښايي یو لوی اوففف يې کښلئ وي او له ځانه سره يې ویلي وي چي موږ په بل چا پسي د بل په هیواد کي په شخړه بوخت یو. مطلب يې دا وو چي په افغانستان کي د طالبانو سره جنګ بې معنی دئ، ځکه موږ دلته ورسره لاس او ګرېوان یو، حال دا چي نوموړي تر سرحد هاخوا ته آرام ځای لري او ISI د زړه له کومي مرسته ورسره کوي. ګال د خپلو مرکو، راپورونو او نورو ثبت سوو اسنادو پر اساس په ياد کتاب کي دې نتيجې ته رسيږي چي د طالبانو سره جګړه به تر هغه بریالیتوب ته ونه رسیږي چي پکښي د پاکستان لاسونه پرې نه سي.

دغه پورتني ټکي ځينو ته پخوا لا تر یوې اندازې ښکارېده، خو پسله څو کاله يې اوس غربیان په اروپايي او امریکايي رسنیو کي لوستلائ سي. ځکه نو د غربي رسنیو لپاره سهارګاه ده، تیاره لیري کيږي، غربي ولس راپاڅيږي او غربي رسنۍ مجبوره مکلف دي چي ورسره وپاڅي. پایله يې دا ده چي د امريکا او اروپايي هیوادونو رسنۍ پسله شاوخوا یوې لسیزي کله نا کله د غربي فوځونو د کمزوره فعالیتونو په باب مقالې خپروي او په یوه داسي ډول بحث پر کوي لکه ترمخه چي يې په اړه هيڅ څوک نه وي خبر.

مأخذ:
NRC Handelsblad – د ۲۰۱۴ز، مۍ ۳۰ – لیکوال : Juurd Eijsvoogel سرلیک: Ten strijde tegen de verkeerde vijand