پنځه طالب مشران د یو امریکایی سره تبادله سول
نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ ورځپاڼی او هم د طالبانو اعلامیه خبر ورکوی چی هغه امریکایی عسکر ( بوو برګدل ) چی د پنځو کالو راهیسی د طالبانو سره اسیر و ، نن د پنځو طالب مشرانو سره تبادله سو . دا منځګړیتوب د قطر دولت یو رسمی هیًت کړی و .

دغه پنځه طالب مشران ملا فاضل اخوند ، ملا نورالله نوري ، ملا خیرالله خیرخواه ، ملا عبدالحق وثیق او مولوي محمد نبي دي چی د ۱۳ کالو راهیسی په ګونتانامو جېل کی بندیان وو .
راپور وایی چی بندي امریکایی عسکر نن د خوست ولایت په مربوطاتو کی وروسپارل سو چی اوس د بګرام هوایی اډې ته رسېدلی دی ، او پنځه طالب مشران په ګوانتانامو کی د قطر هیواد رسمی هیًت ته وسپارل سول چی اوس په قطر کی د طالبانو سیاسی دفتر ته رسېدلی دي .
دا په تیرو ۱۳ کالو کی لومړی ځل دی چی د طالبانو او امریکایانو د مهمو بندیانو تبادله وسوه . مخکی امریکایی کوماندویی پوځیانو او استخباراتی فعالینو ډیر کوښښونه او عملیات کړي وو چی دغه امریکایی عسکر پیدا او آزاد کړی خو ویې نسو کړای څو چی باالاخره تبادلې ته حاضر سول .