هلمند:پرګرشک ولسوالۍ ډله ایز برید
د هلمند د ګرشک په پېښه کي ۱۲تنو ته مرګ ژوبله واوښتل
نن سهار یولس بجې څلورو ځانمرګو بریدګرو ،چی چاودندونکي توکي يې په ځان پوري تړلي وه او وسلې يې هم له ځان سره درلودې پر ګرشک ولسوالۍ دله ایز بریدونه وکړه
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د رسنیو سره د خبرو پر مهال ويلي،چي په دغه برید کي دوه پولیس او دوه ملکي مامورین وژل سوي او دوه نور پولیس او دوه ملکي وګړي ټپیان سوي دي.
وسلوالو طالبانو د برید پړه په غاړه اخیستي او د ګڼو پولیسو د وژلو ادعا يې کړې ده.