کندهار:د ډاکترعبدالله عبدالله په ملاتړ غونډه

اسدالله زړه سواند | جون 2nd, 2014


په کندهار کي د ډاکتر عبدالله عبدالله په ملاتړ غونډه جوړه سوه
دغه غونډه نن په دامان ولسوالۍ کي د هغه د ملاتړ کوونکو لخوا جوړه سوې وه،چي په لومړي پړاو ټاکنو کي ولسمشری ته نوماند ګل اغا شیرزی تر څنګ په سلګونو کسانو او قومي مشرانو ګډون کړي وو
هغوي ډاکتر عبدالله عبدالله د ولسمشري لپاره وړ او پوه کس وباله او ژمنه يې وکړه چي هغه ته به رای ورکوي

دغه غونډه کي ګل اغا شیرزي د کندهار له خلګو غوښتنه وکړه،چي په دوهم پړاو ټاکنو کي برخه واخلي او ډاکتر عبدالله عبدالله ته رایه ورکړي
دده په خبره ،چي ډاکتر عبدالله عبدالله هم پوه او لایق دي او هم یو جهادي شخص دئ،چي د خپل هیواد او خلګو د مال او ناموس څخه يې ساتنه کړې ده.
نوموړي وايې که ډاکتر عبدالله عبدالله ولسمشر سي، دی به د کندهار لپاره د بیارغوني او پوهني تر څنګ خلګو ته د کار زمینه برابره کړي.

په غونډه کي په وار سره نورو قومی مشرانو او د ډاکتر عبدالله عبدالله د ټاکنیزو مبارزو مسئولینو خبري وکړې او خلګ يې دوهم پړاو ټاکنو او ددوی نوماند ته رای ورکولو ته را وبلل
په ولسي جرګه کي د زابل د خلګو استازي حمیدالله توخي،عبدالخالق کندهاري او کلیم الله نقیبي وايې که غواړي ،چي کندهار د بریښنا څخه برخمن سي،د پوهني بهیر يې پیاوړي او د بیاروغوني تر څنګ زیاتو کسانو ته د کار روزګار زمینه برابره سي.نو ډاکتر عبدالله عبدالله ته دي رایه ورکړي
دوي وايې افغانان باید ژبني او قومي تعصبات ونه پالي او خپلي پاکي او شفافي رای د کار او اهلیت پر اساس خپل د خوښي وړ کاندید ته ورکړي.

باید وویل سي،چي د روان کال د حمل پر شپاړسمه د ولسمشري په ټاکنو کي هیڅ یوه کاندی له سلو ۵۰+۱ راخپلي نه کړې چي ټاکني دوهم پړاو ته ولاړې
په دغو ټاکنو کي ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني احمدزي لاره پیدا کړه،دوهم پړاو ټاکني به ددغو دواړو کاندیدانو تر منځ د جوزا پر ۲۴ترسره کیږي،چي دې ټاکنو لپاره د افغانستان امنیتي ارګانونو پوره چمتوالي ښودلی دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024