جنوب:د رایو۵۰ مرکزونه د وسلوالو تر تهدید لاندي دي
په سویلي ولایتونو کي د ټاکنو په وړاندي ننګوني او خنډونه به لیري سي
په هیواد کي جنوبي ولایتونه له نامنه ولایتونو شمېرل کیږي ،چي وخت ناوخت ترې د وسلوالو جګړو ريپوټونه خپریږي
د کندهار،هلمند،زابل او ارزوګان ولایتونو والیان ، امنیه قوماندانان او د ملي امنیت رئیسان په یوه غونډه کي را ټول سوي وه او دوهم پړاو ټاکنو ته د امنتی خنډونو او ننګونو د لمنځه وړولو پر سر يې خبري کړي
په دغه غونډه کي د سویلي حوزې د ټاکنو دخپلواک کمیسیون مشرانو او بهرنیو څواکونو قوماندانانو هم ګډون کړی وو
د دوه سوه پنځم اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالحمید حمید او د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايې په دې حوزه کي پنځه سوه لس د ټاکنو مرکزونه دي،چي یوازي پنځوس يې د امنتي ګواښونو سره مخ دي
.
د جنوبي ولايتونو چارواكي هم ډاډمن دى چې ددولت دوسله والو مخالفينو د ډېرو گواښونو سره سره به امنيتي ځواكونه په دې وتوانيږي چې دټاكنو ددوهم پړاو امنيتي چارې ښې سنبالې او ټاكنې به په ښه توگه ترسره سي .
د جنوبي ولایتونو چارواکو خبرداري ورکړي چي د وسلوالوطالبانو د فعالیتونو د زیاتوالی سره سم دوي هم خپل فعالیتونه زیات کړي او ډېرو سیمو کي يې ګډ چانیز عملیاتونه پیل کړي،چي ښې لاسته راوړني هم لري.