کور / شعر / [د مور د ورځي په وياړ] مبارکي

[د مور د ورځي په وياړ] مبارکي

 [د مور د ورځي په وياړ] د ګران افغانستان ټولو پتمنو ميندو ته د مور دورځې په وياړ د زړه له کومې مبارکي وايمه !



مور ته !


لاس دې پــــــــــــــــورته کړه دوعا راکړه ای مورې
ژوندكې ستړې يمه ســــــــــــــــــا راکړه ای مورې
له غمونو ستړی  زړه مې ارام  غواړي
يتيم مخ ته می خنــــــــــــــــــــــــــــدا راکړه ای مورې



دپښتني مور اواز


زما په عقل کې نقص نه  شته ده   انســـــــــان يمه زه
ما چه ورکړی امتحان ده قهرمـــــــانـــــــه يمـــــــــه زه
ما دوطن لپاره ښه رښتين بچيــــــــــــان روځــــــــــلې
د استعمارمقابلې ته جنګيا لـــــــــــيان   روزلـــــــې
ما  دايمان  سبق  ښودلی  په  زانګو کـــې   ورتـــــــه
دتجاوزپه مقابل مې ميرويس خان رزلې
ما چه ور کړی امتحان ده قــــــهرمــــــــان يـــــــــمه زه
سر کې ما غزه  لرم  ما غزو کې  احساسات   لرمـــه
زه پښتنه د پښتنې مينې جزبـــــــــــات لــــــــرمــــــــه
داسې خو مه وايه  چه کور کی ياپه  ګور کې  اوسه
ستا داحساس لپاره ډير عالي خيـــــــــالات لــــــرمه
د پښتون کور اباديدو ته په ارمـــــــــان يــــــــــــمه زه
ماچه ورکرې امتحان ده قهرمـــــــــــان يــــــــــــمــه زه
دنړ يوال په مقابل انتظـــــــــام پــــــورتــــــــــه کـــــــړه
دجهالت الزام کړه لری نوم دقام پورتـــــــــــه کـــــــړه
عقل هوښيارکړه د وطن ميندې خپـــــــل زړه وګڼـــه
که ترقی دوی مقصد ددوې مقام پــــــــورتــــــــه کړه
ټول نړيوال ته په طاقت کې  ښه بيان يــــــــــــــمه زه
ما چه ورکړې امتحان ده قهــــــرمــــــــان يــــــــــمه زه
دوطن مور يمه تــــــــــــــــــه ګواښ دظلم زور مه کوه
دجګو غرو زمرو ته غوږ کـې  شور ماښور مه کوه
دوي نه ختميږي سلسلې دغيرتـــــــــــــنو لــــــــــــــري
داحمد شاه او دمير ويس په شان سرونه لـــــــــــــري
(حفيظه ) وايـــــــــه چـه قدرت د ستر کاروان يمه زه
ما چه ورکړی امتحان ده قهرمـــــــانـــــــه يمـــــــــه زه


 


د وطن ميندي


ښکلې دي درنې دي دوطن ميندې
ننګ ته لوپټې دي دوطن ميندې


زه يې په پوړونو باندې وياړمه
صبر ته ډيوې دي دوطن ميندې


ما دغيرت درس ورنه زده کړى دى
ټولې زرغونې دي دوطن ميندې


نه غواړي جنګونه دوطن غېږ کې
سولې ته جرګې دي دوطن ميندې


ای حفيظه تاخو دنيا وليــــــــده
څومره ښايستې دي دوطن ميندې



مور ته ډالۍ


مورې مورې زما مورې ته به زما تصوير ته ګورې
چې خيالو کې دې حضورکړم بيا خو وايم جنت هور يي
ته به داسې فکروکړی زه ماڼيو او په بنګلو کې
لکه زرکه به تاويږم  دژوندون په هره لورې
خو ژوندون مې داسې نه دی لکه څنګه چې ته اورې
 ستا  خوږې مينې يادونه له  هرې خوانه په ما اوري
دا  ترخې دغم شېبې دي چې په ما باندې تيريږي
 هره يوه د غم ګړۍ ده  دا په ما چې  حسابيږي
چې اواز دې   کله واورم  د ګلاب په څير غوړ يږم
په خوله تاسر خنداکړم  خوپه سروسترګو ژړيږم
مورې مورې زما مورې ته به زما تصوير ته ګورې
ډير سوالونه د ديدن کړې زما راتګ لار ته به ګورې
راته و کړه دوعاګانې راته راکړه خندا ګانې
ستا تش نوم نه زه لوګې شم ستا يادوته  سپيلنۍ شم
چې بيلتون دې راپه ياد شي زه بې خوده ليونۍ شم
د دنيا په خو ماڼو کی  زړه مې ستا دمينې داغ وړي
څه بی ساري ده ستامينه ستا دمينې نه څراغ وړي
ددنيا ښادي دې ستا وی خو يوستا ديدن زما وی
دابه څه  خوږ شيبه وي  ديدنونه دلاسا شي
مسافر د ډير عمرونوخوږ وطن غيږۍ ته راشي
څوک به ژاړې څوک به خاندې خو زه ستا مخ ته به ګورم
مورنۍ مينې ته تږې  ز ه بلبل ګلرخ ته ګورم
مورې مورې زما مورې  ته به زما تصوير ته ګورې
ستا بچي خواره واردي  د(حفيظ )دزړه ټکوريي



دمورسندره


الله هو للوللو
ای زما دزړه ارزو
زه دجارشم دلاسو
شه للوللوللو
مور دې ستايي په نغمو
ټپوي دي په اوږو
نازوی د په بوسو


درته وائ الله هو
ای زما دزړه ارزو
شه للوللوللو


ستړی نه په اسويلو
دسبا په ارمانو
تيروې شپی په خوږو
ثمر غواړی دميوو
پر ښتی دې په اوږو
درته وائ الله هو
شه للوللوللو
ای زما د زړه ارزو
الا هو للوللوللو


مور دې ستړی په زارو
ګرځوي دې  په اوږو
نازوي دې  په شيبو
پرښتی دې په اوږو
درته وايي الا هو
ای زما دزړه ارزو
شه للوللوللو


تورې شپی رڼا کوم
تا په مينه يادوم
خوب پر ځان حراموم
تا ته خوب در يادوم
ای وړوکی دزانګو
زه د جارشم دلاسو
الاهو للوللو للو
ای زما دزړه ارزو
شه للوللوللو


دسبا په محفلو
ته به ناست یی په جرګو
جګ شمله دپښتنو
کړم به فخر ستا په کړو
ای وړوکی دزانګو
ای زما دزړه ارزو
پرښتی دې په اوږو
درته وای الا هو
شه للولوللو
اي زما دزړه ارزو